خوست (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): په خوست ولايت کې د (رايه ستاسو غږ دى) تر سرليک لاندې د کرکـټ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې غړي محمد داوود د سلواغې په ١٦مه د کرکټ د دغو سياليو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري ژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري ترتيب شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د کرکټ يادې سيالۍ نن ورځ له خوست ولايت څخه پيل شوې او بيا به په پکتيا، غزني او پکتيکا ولايتونو کې هم ترسره شي.
د تپان په وينا، د خوست په سياليو کې د دغه ولايت د مرکز په ګډون د ټولو ولسواليو شل لوبډلې ګډون کوي، چې په ترڅ کې به يې يوه غوره لوبډله وټاکل شي او بيا به د غزني، پکتيا او پکتيکا له لوبډلو سره لوبې وکړي.
نوموړي دغه راز وويل، چې له دغو سياليو يې موخه د سپورت له لارې خلکو ته د ټاکنو اهميت ښودل دي، څو په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټاکنو کې د خلکو د ونډې اخيستنې په موخه د دوی د هڅونې دغه پروګرام دوې برخې لري، چې يوه يې د کرکټ سيالۍ او بله يې د مشاعرو لړۍ ده، چې په نږدې وخت کې به پيل شي.
حبيب الله، چې په خوست کې د مازديګر اکاډمۍ د لوبډلې لوبغاړی دی وايي، زيات خوښ دی چې په دغو سياليو کې يې برخه اخيستې ده.
هغه پژواک ته وويل، دا ډول سيالۍ ډېرې ګټورې دي، ځکه چې له يوې خوا د لوبغاړو د پياوړتيا او هڅونې سبب کېږي او له بل لوري په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره خلکو ته پيغام ورکوي.
د خوست د ميرکخېل په نوم د کرکټ د لوبډلې کپتان فريدالله له پژواک سره د خبرو پر مهال د کرکټ له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې دې ته ورته نورې سيالۍ هم جوړې کړي، چې دوی په دې برخه کې لا نور هم وهڅېږي.
اوښتون يوه کلتوري ټولنه ده، چې په پکتيا کې فرهنګي او ټولنيز فعاليتونه ترسره کوي.
د يادونې ده، د يادو سياليو پرانيستغونډې ته د خوست والي عبدالجبار نعيمي، د ولايتي شورا غړي، د کرکټ او المپيک مسوولين او لسګونه لوبغاړي راغلي وو.