منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۷ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د هېواد د سرو زرو کانونه له خراب برخليک سره مخ دي

پژواک خبري اژانس
· ۱۶ دقیقې لوستل · ۱۶۸ کتنې

کابل (پژواک ٦ کب ٩٢): که څه هم تر اوسه د افغانستان د سرو زرو کانونو د اکتشاف او تفحص پړاوونه نه دي بشپړ شوي، خو داسې راپورونه شته چې هره ورځ د نږدې ٢٠٠٠ کيلوګرامه سره زر د نا رڼو قراردادونو، خپلسري استخراج او قاچاق کيسه کوي.

د افغانستان د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو او انټرنېټي سرچينو پر بنسټ، افغانستان د سرو زرو د ٧ عمده کانونو درلودونکى دى، چې د بدخشان ولايت د “راغ” (چې د “ويکادور” د سرو زرو کان په نوم هم يادېږي، د لوګر ولايت د “حصارک” د سرو زرو کان، د زابل ولايت د “کُندلان” د سرو زرو کان او د بغلان ولايت د “قره ذغن” د سرو زرو کان په کې شامل دي.

سره له دې چې د دغو کانونو زياته برخه د هېواد په امنو سيمو کې موقعيت لري، خو د غيرقانوني او خپلسرو کيندنو په اړه يې راپورونه شته او د استخراجي شرکتونو ځيني کارکوونکي ادعا کوي، چې د کانونو د را ايستلو شرکتونه له کانونو تر هغه زيات سره زر وباسي، چې دولت ته يې راپور ورکوي.

ناقانونه کيندنه او استخراج:

د سرو زرو د “ويکادور” کان د افغانستان د سرو زرو له مشهورو کانونو ګڼل کېږي، چې د فيض اباد ښار شمال ته په سل کيلومترۍ کې د راغ ولسوالۍ اړوند په “کويلر ويکادور” کلي کې موقعيت لري.

د کابل پوهنتون د پولي تخنيک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د استاد پوهاند دوکتور نقيب الله سهاک د ليکنو پر بنسټ، د دغه کان پنډوالي ٢ متره او اوږدوالى يې ٣٥٠ متره دى او جوړښت په پام سره تر ١١٠ مترو پورې مشاهده شوى دى.

د بدخشان ولايت د کانونو رياست يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، چې د ويکادور کان په ګډون د دغه ولايت له ټولو کانونو په ناقانونه ډول استخراج کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((د “ويکادور” کان په شاوخوا کې ځيني کسان پر خپل سر کار کوي.))

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو يوه استازي امان الله پيمان دا ادعا رد کړه او ويې ويل، چې پر دغه کان څوک غرض نه کوي، خو په شاوخوا کې يې ممکن دا هڅه شوې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان د کانونو رييس محمداکبر خان د “ويکادور” کان له څرنګوالي پوره معلومات نه درلودل او دليل يې د هوا سړښت ياد کړ.

نوموړي وويل: ((تر اوسه په دې اړه راته کوم راپور نه دى راغلى، چې د ريکادور له کان څخه غير قانوني استخراج کېږي، ځکه چې په يو غرني موقعيت کې پروت دى.))

هغه زياته کړه: ((زموږ له عمده ستونزو او نيوکو څخه يوه هم دا ده، چې د بدخشان د کانونو رياست د ټول پرسونل شمېر ٢٢ کسانو ته رسېږي او په هغې سيمه کې هېڅ نماينده ګي نه لرو.))

د يادونې ده، چې د بدخشان د “ويکادور” د سرو زرو کان د سروې او اکتشاف کار پاى ته رسېدلى، خو د استخراج قرارداد يې تر اوسه له کوم شرکت سره نه دى لاسليک شوى.

د “افغان کرستال نېچرل ريسورس” شرکت رييس سيد سعادت منصور نادري د څرګندونو پر بنسټ، چې له پژواک خبري اژانس سره يې په مرکه کې وکړې، ډېر ژر به يې شرکت د دغه کان د استخراج قرارداد ترلاسه کړي.

د سرو زرو کانونو د غيرقانوني استراج ادعاوې او اندېښنې نه يواځې چې په بدخشان ولايت کې شته، بلکې په تخار کې د کانونو د ر اتلونکې په اړه د يوې عمده ننګونې په توګه شتون لري.

د تخار د چاه اب ولسوالۍ ولسوال سيف الدين مشتقاق پژواک ته وويل: ((له تېرې يوې اونۍ راهيسې نا پېژانده کسانو د تخار ولايت د “نورابه” سرو زرو کان په استخراج لاس پورې کړى دى.))

نوموړي زياته کړه، چې د “نورابه” د سروز زرو شرکت مسوول او د دغه شرکت يوه بل شريک حاجي مومند ويلي، چې يو شمېر نا پېژانده کسانو په دې ساحه کې د نورابه کان ناقانونه استخراج ته مخه کړې او د ولسوال په خبره: ((دغه کسان د اسکواټر او موټرو غوندې وسايلو سره مجهز دي.))

د نورابه او سمتي د سرو زرو کان د تخار ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې قرارداد يې د وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال د غبرګولي مياشتې د ١٣مې نېټې د مصوبې پر بنسټ د ١٣٩٢ لمريز کال د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه د کانونو او پيټروليم د پخواني وزير وحيدالله شهراني او د “ويست لندجنرال تريدنګ” شرکت رييس حاجي عبدالکريم بېدل ترمنځ لاسليک شو.

سره له دې چې د تړون له لاسليک څخه يو کال نه تېرېږي، د قراردادي کپمنۍ يو پخوانى کارکوونکى نذيراحمد اميري وايي، چې دا کمپنۍ د دولتي چاراکو ته د استخراج شوو سرو زرو کچه له هغه اصلي استخراج شوې کچې کمه ښيي، چې هره ورځ را ايستل کېږي.

نذيراحمد اميري چې تر دې وړاندې يې د “ويست لندجنرال تريدنګ” شرکت د مالي مدير په توګه کار کاوه، د تخار د نورابه او سمتي د سرو زرو کان د وضعيت په اړه وويل: ((هغه کسانو چې سره رز يې غني کول، په شوب سيمه کې يې کار کاوه، هلته هر چا ته د ورتګ اجازه نه وه، هلته چې چا کار کاوه ويل يې چې هلته ايستل شوي سره زر له هغه راپوره زيات دي، چې د کمپنۍ له خوا وزارت ته ورکول کېږي.))

 اميري زياته کړه: ((هغه کسان چې دلته کار کوي، روسي، تاجيکي او پاکستاني وګړي دي، د کار ډول يې ډېر له رازونو ډک و، له دغه کان نه د سرو زرو مياشتنى استخراج له ١٠ تر ١٣ کيلو پورې و.))

د “ويست لندجنرال تريدنګ” شرکت دغه پخواني کارکوونکي وويل، سره له دې چې دى د د نورابه او سمتي د سرو زرو په کان کې د شرکت د دفتر مالي مسوول و، خو حق يې نه درلود، چې شرکت ساحې ته څه راوړي او څه ورڅخه بېرته يوسي.

خو د تخار د کانونو رييس انجنير فدامحمد تاشي د “ويست لندجنرال تريدنګ” شرکت د دغه پخواني کار کوونکي له نظرياتو سره موافق نه دى او وايي: ((موږ خلکو ته ډاډ ورکوو، چې په سرو زرو کې د يوې زرې هومره خيانت هم نه دى شوى.))

نوموړي له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې زموږ ډېره پاملرنه د نورابه او سمتي د سرو زرو کان ته ده. د قرار داد له پيل څخه وروسته مو تر اوسه پورې خپلې څارونکې ډلې له هرو ٤٥ ورځو وروسته ساحې ته استولې دي.

انجنير تاشي همدارنګه زياته کړه، چې اوس هم د تخاري د سمتي د سرو زرو په کان کې څلور پلاوي د نظارت او کنټرول په موخه شتون لري، چې هر پلاوى په خپله برخه کې مسووليت لري او پلاوي هم په هرو دوو يا دوه نيمو مياشتو کې بدلېږي.

نوموړي د روان کال د سلواغې مياشتې په ١٥مه نېټه له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل: ((په تېره يوه نيمه مياشت کې له ٨ کيلو او ٥٠٠ ګرامو زيات سره زر له دغه کان څخه استخراج شوي دي.))

د تخار د کانونو د رييس ادعا داسې مهال کېږي، چې په ورته وخت کې بيا د دغه ولايت د چاه اب ولسوال اعترا ف کوي، چې د تخار ولايت د سمتي او نورابه د سرو زرو له کانونو غيرقانوني استخراج کېږي.

د بغلان ولايت د قره ذهن د سرو زرو کان د افغانستان له نورو مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي.

دغه کان د بغلان د دوشي ولسوالۍ په قره دوغن سيمه کې موقعيت لري، چې د استخراج قرارداد يې د ٥٠ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ١٣٨٩ لمريز کال د مرغومي په ٢٠مه د کانونواو پيټروليم پخواني وزير وحيدالله شهراني او د ” افغان کرستال نېچرل ريسورس” شرکت رييس سيدسعادت منصور نادري ترمنځ لاسليک شوى دى.

د کليو پراختيا او بيارغونې رياست کارکوونکى غلام نبي، چې ډېرى وختونه د خپلې دندې له مخې بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه کوي، د بغلان ولايت د قرغه دغن د سرو زرو کان د اوسني وضعيت په اړه يې وويل: ((کله چې لس کاله وړاندې د کيان درې په ساحه کې يو د سرو زرو کان وموندل شو، نو خلکو ويل چې دلته هره ورځ يو کيلوګرام سره زر استخراجېږي، تر کومه چې خلک وايي، دا سره زر په سيمه کې د يوه ځواکمنه ډله ترلاسه کوي.))

د يادونې وړ ده، چې کيان دره د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په ٣٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او هغه کسان چې په دې دره کې ژوند کوي، په ساداتو او هزاره قوم پورې تړلي دي، چې د سيد منصور نادري کورنۍ ددې درې له مشهورو کورنيو او بانفوذه خلکو څخه ده.

خو د “افغان کرستال نېچرل ريسورس” رييس سيد سعادت منصور نادري، چې د بغلان د قره دغن د سرو زرو کان تړون يې له کمپنۍ سره لاسليک شوى، ادعا کوي، چې د قره ذغن د سروز زرو کان د استخراج کار له تېر يوه نيم کال را په دېخوا دوام لري.

د نادري کورنۍ دغه مهم غړي سيد سعادت منصور نادري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې اعتراف وکړ، چې د کانونو په تخصصي موضوعاتو کې زيات معلومات نه لري او له دغه کان څخه يې تر اوسه هېڅ توليد نه دى ترلاسه کړى.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه لا زموږ د اکتشاف پروسه نه ده بشپړه شوې، نو څنګه به توليد وکړو؟))

نادري په ټوله کې د قره ذغن د سرو زرو کان د اکتشاف پړاو شپږ کاله وباله، چې په دوه کلنو دريو پړاوونو کې به پاى ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د “افغان کرستال نېچرل ريسورس” کمپنۍ او کانونو د وزارت ترمنځ د ١٣٨٩ لمريز کال د مرغومي په ٢٠مه د لاسليک شوي تړون د متن له مخې، چې پژواک يې کاپي ترلاسه کړې، ليکل شوي، چې د د قرارداد د چمتووالي دوره شپږ مياشتې، د تفحص او اکتشاف دوره يې دوه کاله او د لسو کلونو لپاره د ګټې اخيستنې او استخراج لپاره جواز او اعتبار لري.

سيد سعادت منصور نادري له پژواک سره په خبرو کې دا ادعاوې هم رد کړې، چې ګني د قره ذغن او د سرو زرو له نورو کانونو څخه سره استخراج او بهرنيو هېوادونو ته په قاچاق وړل کېږي.

نادري پر دې باور دى، چې د سرو زرو توليد او استخراج يوه عادي پروسه نه ده، يو اوږد او ستر کار ته اړتيا لري، چې په وينا يې که تاسې له يوه ټن څخه يو ګرام سره زر هم استخراج کړى، نو اقتصادي تمامېږي، ځکه چې دغه کار ډېرو سترو ماشينونو ته اړتيا لري.

 

په قراردادونو کې ناروڼتيا:

په افغانستان کې د سرو زرو له کانونو د ناقانونه استخراج د اندېښنو تر څنګ، ډېرى ځايي مخور او د خلکو استازي بيا د سرو زرو کانونو د قراردادونو له سپارلو څخه ناراضه برېښي او دا پروسه هم شفافه نه بولي.

د بدخشان د کانونو او پيټروليم رياست يو کارکوونکى د نوم نه اخيستو په شرط ادعا کوي، چې د بدخشان د سرور زرو کان قرارداد د پارلمان د وکيلانو، ځايي قوماندانانو او له با نفوذه اشخاصو سره دى او هغه کسان چې په کانونو کې کار کوي، له ځايي زوراکو سره تړلي او هغوى ته د کانونو له عوايدو څخه له ٦٠سلنې يا له دې هم زياته برخه د باج په توګه ورکوي، خو هغه په دې اړه د کوم وکيل يا قوماندان نوم ياد نه کړ.

همدارنګه په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازى امان الله پيمان وايي: ((کله چې د کانونو وزير وحيدالله شهراني غوښتل، چې د بدخشان د راغ ولسوالۍ د ويکادور د سرو زرو کان داوطلـبۍ ته وسپاري او قرارداد يې لاسليک کړي، خو ما يې مخنيوى وکړ.))

د ولسي جرګې دغه غړي د ويکادور د سرو زرو کان له قرارداد سره د خپل مخالفت عمده دليل دا وښود، چې د دغه حکومت وخت په خلاصېدو دى، دوى وېره لري، چې هسې نه د دغه کان له قرارداد څخه د خپل ټاکنيز کمپيان لپاره امکانات ترلاسه کړي.

د امان الله پيمان د معلوماتو له مخې، که څه هم د ويکادور کان د لومړنۍ سروې کار پاى ته رسېدلى، خو تر اوسه يې د اکتشاف او استخراج قرارداد له کوم شرکت سره نه دى شوى.

پيمان وويل: ((شهراني ته مې وويل، چې دا قرارداد تر راتلونکي حکومت پورې ځنډوم، چې ګټه يې د افغانستان دولت ته ورسېږي.))

د بدخشان د خلکو دغه استازي ادعا وکړه، حکومت هڅه کوله، چې نه يواځې د بدخشان د راغ د سرو زرو کان قرارداد، بلکې د ټول افغانستان د سرو زرو کانونو قراردادونه نادري کورنۍ ته ورکړي، چې د پيمان په خبره: ((يو شرکت نه شي کولى، چې د افغانستان د سرو زرو په ټولو کانونو کې کار وکړي.))

پيمان پژواک ته وويل: ((نادري کورنۍ د افغانستان ټول سره زر اخيستي او غوښتل يې، چې د راغ سره زر هم خپل کړي.))

د بدخشان دغه استازي زياته کړه، نادري کورنۍ په دې هڅو کې ده، چې د افغانستان د سرو زرو ټول قراردادونه ترلاسه کړي، د دوى تصور دا دى چې دغه قراردادونه اخلي او وروسته يې بيا نورو کسانو ته په دويم او درېيم لاس ورکوي.

په همدې ډول څه موده وړاندې کابل چاپ محور ورځپاڼې د کانونو قانون د نه تصوبېدو په ترڅ کې په يوه راپور کې ليکلي، چې “نادري” کورنۍ يوه له هغو ډلو ده، چې پر ولسمشر فشار راوړي، چې د کانونو اوسنى قانون په همدې بڼه پرته له دې چې د پارلمان پرېکړه ولري، د تقنيني فرمان په بڼه توشيح او نافذ کړي.

د محور ورځپاڼې په راپور کې همدا ډول ادعا شوې: ((د نادري کورنۍ د بغلان ولايت د قره ذغن ولسوالۍ د سروز زرو له کان څخه هر کال تر ٢٠٠٠ کيلو ګرامه پورې سره زره په پټه استخراج او بيا يې د الوتکو له لارې تاجکستان ته لېږدوي.))

ددې روځپاڼه په قول، ددې شرکتو د چارواکو بهانه داده، چې ياد کان تر اوسه د اکتشاف په پړاو کې دى، په داسې حال کې چې له تېر يوه کال راهيسې ترې د سرو زرو استخراج دوام لري.

خو د نادري کورنۍ يوه مهم غړي سيد سعادت منصور نادري دغه راپورونه رد کړ، چې ګني کورنۍ يې د افغانستان د سرو زرو په قاچاق کې لاس لري او اړوند کانونه د دوى په واک کې دي.

دى په دې نظر دى، چې د افغانستان د کانونو قراردادونه په ډېره روڼتيا سره پلي شوي، خو د دې ترڅنګ مني، چې دوى د کانونو له وزارت سره په خبرو کې دي، چې د بدخشان ولايت په راغ ولسوالۍ کې د “ويکادور” د سرو زرو کان قرارداد هم ترلاسه کړي.

پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د افغانستان د سرو زرو کانونو د قاچاق او په قراردادونو کې يې د نا روڼتيا ادعاوې د کانونو او پيټروليم له وزارت سره شريکې کړي. د دغه وزارت وياند رفېع صديقي د پژواک د پوښتنې پر وړاندې څرګنده کړه، چې لا هم تر وخت وړاندې ده، چې د افغانستان د سرو زرو کانونو په اړه خبرې وکړي، خو دليل يې څرګند نه کړ.

د کابل له نړيوال هوايي ډګره د سرو زرو قاچاق:

د افغانستان د سرو زرو کانونو د ناقانونه کيندنو او له بېلابېلو لارو د سرو زرو د قاچاق په اړه شته اندېنښې داسې مهال مطرح کېږي، چې بېلابېلو رسنيو هم د دې چارې په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړي دي.

د دغو رسنيو په وينا، له افغانستان څخه د سرو زرو قاچاق نه يواځې چې د افغانستان له پولو ممکن دى، بلکې په دې وروستيو کې د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه هم د سرو زرو صادرات په غير رسمي ډول ترسره کېږي.

 په تېر يوه کال کې ګڼو افغاني او بهرنيو رسنيو د کابل نړيوال هوايي ډګر له لارې د سرو زرو د قاچاق په اړه راپورونه ورکړل او په دې اړه يې د دغه هوايي ډګر د ګمرک چارواکو نقل قولونه هم درلودل، خو هغه مهال بيا تر ډېره د پيسو د ايستلو موضوع په ځانګړي ډول د همدغه هوايي ډګر له لارې د زياتو نغدي پيسو د ايستلو په اړه له ممانعت وروسته مطرح وه او ثابته نه شوه، چې په هوايي ډګر کې لاس ته راغلي سره رز د افغانستان د سرو زرو له کوم کان څخه په قاچاق وړل کېدل.

 نيويارک ټايمز هم د يوه راپور په خپرولو سره وويل، چې په دې وروستيو کې په منظم ډول سره زر له افغانستان څخه بهر ته لېږدول کېږي.

يادې سرچينې د کابل هوايي ډګر د امنيتي چارواکو له قوله ليکلي وو، چې د دغو سرو زرو زياته برخه په ملکې الوتکو کې له افغانستان څخه دوبۍ ته لېږدول کېږي، په داسې حال کې چې د کابل نړيوال هوايي ډګر د ګمرک رييس وايي، د ګمرکونو د کړنلارې او تقنيني اسنادونو له مخې، هر څوک کولى شي چې خپل سره زر صادر کړي، خو بايد د سرو زرو د صادراتو مجوز يې د ګمرکونو عمومي رياست کې درج کړى وي.

 

 د کابل نړيوال هوايي ډګر د ګمرکونو رييس وحيدالله وزيري له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل: ((پخوا معمول داسې و، چې سره زر د پروسس (مات شوي سره زر) له هېواد بهر لېږدول کېدل، خو د بڼې له بدلون وروسته بېرته هېواد ته راوړل کېدل، کله به چې دا سره زر بېرته راوړل شول، موږ به ترې محصول اخيست، له پروسسه مو يې هم فيصدي ترلاسه کوله.))

 

د کابل هوايي ډګر د کمرګونو رييس زياته کړه، دا چې په دې وروستيو کې د هېواد سياسي وضعيت بدلون موندلى او د اسعارو فرار منعه شوى، نو خلکو خپل اسعار پر سرو زرو بدلول، بيا يې له ځان سره بهرنيو هېوادونو ته وړل، خو د ده په خبره: “موږ د ګمرکاتو رياست له لارې د ماليې وزارت محترم مقام

ته وړانديز وکړ، چې دوى هم د هوايي ډګرونو له لارې د سرو زرو صادرول په قطعئ ډول منعه کړل.”

 

د سرو زرو يا ريګ مينځلو له لارې د سرو زرو ترلاسه کول:

 

له بلې خوا بيا کارپوهان او ځايي استوګن پر دې نظر دي، چې په افغانستان کې له کانونو څخه د سرو زرو لخ ناقانونه استخراج پرته خلک له نورو لارو هم سره زر ترلاسه کوي، چې يو هم د ځايي خلکو له خوا د سيند له ريګونو څخه د سروز زرو د زراتو ټولول دي، چې عموماً په شمالي ولايتونو او په ځانګړي ډول په بدخشان ولايت کې دغه کار ډېر دود دى.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازى امان الله پيمان وايي، چې زر يا رېګ مينځنه د بدخشان په ډېرى ولايتونو او د دغه ولايت په راغ ولسوالۍ کې، چېرې چې د ويکادور د سروز زرو کان موقعيت لري، دود لري.

پيمان زياته کړه، چې راغ پخوا يوه ولسوالي وه، خو اوس درې ولسوالۍ ترې جوړې دي، کله که تاسې د راغ ولسوالۍ د خاورې هره برخه ومينځئ، نو يوه اندازه سره زر ترې ترلاسه کېږي.

پيمان په دې نظر دى، چې د دې سيمې دخلکو تر منځ د زرو يا رېګ مينځلو کار له تېرو ٣٠- ٣٢ کلونو راهيسې پيل شوى، چې خلک يې هم په زر مينځلو او سرو زرو کاروبار باندې مشهور دي.

 د کارپوهانو پر باور، د ريګونو د مينځلو له لارې د سروز زرو د زراتو ټولولو ته زر مينځنه وايي.

 زر مينځونکي، چې ماشومان او د لوى عمر خاوندان په کې دي، په ډله ييز ډول د سيند غاړو کې ژورغالي جوړوي او بيا ترلاسه شوي ريګونه د زنبېل او سطل له لارې د مينځلو ځاى ته لېږدوي او وروسته ترې د سرو زرو زرات ترلاسه کوي.

بايد وويل، چې د سرو زرو د دې ډول استخراج په اړه تر اوسه په افغانستان کې کوم قانون نه دى تصويب شوى.

که څه هم معمول دا دى، چې سره زر په سينګار توکو او جواهراتو کې کارېږي، خو د کارونې نور موارد چې له سرو زرو په کې ګټه اخيستل کېږي، هم لري.

 له سرو زرو د سکې وهلو، شمش او اسعارو په برخه کې هم کار اخيستل کېږي، د دې ترڅنګ د بېلابېلو لوازمو په توليد کې کارېږي، چې سينګارتوکي يا جواهرات يې په سرکې را ځي، د جواهرو په جوړولو کې پنځوس سلنه د سرو، سپينو زرو او ژېړو څخه کار اخيستل کېږي. په جواهرو کې د نرمښت راوستلو لپاره هغه له مسو، نقرې، نکل او يا هم پالاديم (يو ډول نقره يي رنګه فلزدى) يو ځاى کوي.

سره زر د ګران بيه عناصرو يو جز دى، چې د اندازه کولو واحد يې “اونس” نوميږي. کله چې دغه عنصر له استخراج وروسته د جواهراتو په بڼه څرګند شي، نو د “قيراط” په وزني مقياس سره اندازه کېږي.