کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٢): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله په نړيوال جام کې د ګډون په موخه د متحده عربي اماراتو پر لوري روانه شوه.
ټاکل شوې ده، چې د ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٢٤مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شي، چې پکې د نړۍ ١٦ لوبډلې برخه اخلي.
اماراتو ته تر روانېدو مخکې د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، ملي روزونکي دولت احمدزي او د لوبډلې لوبډل مشر ناصر احمدزي په يوه خبري غونډه کې رسنيو ته معلومات ورکړل.
شهزاده مسعود وويل ،چې د نولس کلنو لوبډله له بشپړ چمتووالي سره د نړيوال جام سياليو پرلور روانېږي .
هغه زياته کړه ، چې يادې لوبډلې ٢٥ ورځې د پاکستان په لاهور ښار کې تمرينات ترسره کړي او ددې لوبډلې لپاره يې د اوږدمهاله تمريناتي کمپ په لاره اچول يو ګټور ګام وباله.
شهزاده مسعود هيله څرګنده کړه، چې نولس کلنه ملي لوبډله به د نړيوال جام په سياليو کې ښه لوبه وکړي.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي نولس کلنې لوبډلې له اوسنيو لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دوی به د نړيوال جام سياليو په ترڅ کې غوره لوبه ترسره کړي.
هغه زياته کړه ، چې د افغانستان کرکټ بورډ پتييلې ده، چې د ملي لوبډلې، الف لوبډلې او ١٩ کلنو لوبډلو لپاره د تمريناتو او چمتووالي ښه پروګرامونه په کور دننه او له هېواده بهر برابر کړي.
د ډاکټر مراد په وينا، همدا اوس د الف لوبـډله په پاکستان او ملي لوبډله په سريلانکا کې په تمريناتو بوخته ده.
د ملي ١٩ کلنو لوبډلې روزونکي دولت احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى په پاکستان کې د تيارو پر مهال لوبغاړو ته د کرکټ لوبې په بېلابېلو برخو کې هر اړخيزه روزنه ورکړې ده.
هغه زياته کړه ، چې د لوبو د مهارتونو ترڅنګ دوى د لوبغاړو پر تندرستۍ هم ښه پاملرنه کړې او هيله يې څرګنده کړه، چې په نړيوال جام سياليو کې دوى خپله وړتيا وښيي.
د ١٩ کلنو لوبډلې لوبډلمشر ناصر احمدزي پژواک ته وويل ، چې د لوبډلې لپاره ورته پياوړي لوبغاړي ټاکل شوي او زياته يې کړه ، چې د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوي تمرينات به ددوى پر راتلونکي ښه اغېزه وکړي.
د ملي لوبډلې پياوړي توپ اچوونکي فريد احمد ملک پژواک اژانس ته وويل،دى به هڅه وکړي، چې په نړيوال جام کې هم له ځانه ښه وړتيا وښيي.
هغه چې د پاکستان پر ضد لوبه کې يې اوه پياوړي لوبغاړي سوځولي وو، ژمنه وکړه، چې په نړيوال جام کې به هم ورته ښه لوبه وکړي.
افغانستان به په نړيوال جام کې د سلواغې په ٢٦مه، له بنګله دېش سره، په ٢٨مه له اسټراليا او په ٢٩مه له نميبيا سره لوبې ترسره کړي.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې تر دې مخکې هم دوه ځلې په نړيوال جام کې برخه اخيستې وه.










