کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ٩٢): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د نړيوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده، چې د ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ۲۵ مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شي، چې پکې د نړۍ ١٦ لوبډلې برخه اخلي.
د نړیوال جام له پیلیدو مخکې یو شمیر تمریناتي لوبې په لاره اچول شوې وې ، چې نن پای ته ورسیدې.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې ددې لوبې پچه سکاټلینډ وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې د سکاټلینډ ټوله لوبډله په ۴۷ اورونو کې په ۱۶۰ منډو وسوځیدله او افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف کیښود.
د افغانستان له لوري ضیاالرحمن، حشمت الله شهیدي او مسلم موسی دوه، دوه، فرید احمد ملک، سید شیرزاد ، عبدالله عادل او شرف الدین اشرف یو یو لوبغاړی وسوځول.
هوتک وویل ، چې افغانستان یاد هدف په یو څلویښتم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
دافغانستان له لوري حشمت الله شهیدي ۶۲ ، ناصر احمدزي ۳۲ او وحیدالله شفق ۱۵ منډې جوړې کړې.
وړمه ورځ په یوه بله تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان به د ۱۹ کلنو په نړيوال جام کې د سلواغې په ٢٦مه، له بنګله دېش سره، په ٢٨مه له اسټراليا او په ٢٩مه له نميبيا سره لوبې ترسره کړي.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې تر دې مخکې هم دوه ځلې په نړيوال جام کې برخه اخيستې وه.









