منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۲ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

بنګله دېش د ١٩ کلنو په نړيوال جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۴ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : د بنګله دېش د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلې په نړيوال جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام د سلواغې په ٢٦مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه بنګله دېش وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د ځوانانو لوبـډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٢ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ٢١٣ منډو هدف ورکړ.

هوتک وويل ، چې د افغانستان له لوري محمد مجتبى ٤٧ ، حشمت الله شهيدي ٤٣ او ناصر احمدزي ٤١ د پام وړ منډې جوړې کړې.

نوموړى وايي ، چې د بنګله دېش لوبـډلې ياد هدف د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته په ٤٢ اورونو کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

نن په نورو سياليو کې سکاټلينډ له پي اين جي او  اسټراليا له نميبيا څخه لوبه وګټله.

افغانستان به خپله دويمه لوبه له اسټراليا او درېيمه له نميبيا سره ترسره کوي.