منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۰ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ١٩ کلنې ملي لوبډلې د استراليا لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٢): د کرکټ ١٩ کلنو نړيوال جام سياليو په ترڅ کې افغانستان په خپله دويمه سيالۍ کې د استراليا د ١٩ کلنو لوبغاړو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نننۍ لوبې پچه د استراليا لوبډلې وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ده زياته کړه، افغان ملي نولس کلنو لوبغاړو په ټاکل شويو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، سيالې لوبډلې ته د ۲۵۴ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې احسان الله ۶۳، مجتبى ۷۵ او حشمت الله شهيدي ۵۷ منډې جوړې کړې.

د هغه په وينا، استراليايي لوبغاړو ورکړل شوى هدف بشپړ نه کړاى شو او د لوبې په ۴۷ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، لوبه د افغانستان په ګټه وبايلله.

دى وايي، د افغانستان ملي نولس کلنو لوبغاړو له لوري عبدالله عادل ۴، شرف الدين اشرف ۳، مسلم موسى يو او حشمت الله شهيدي هم د سيالې لوبډلې يو لوبغاړى وسوځاوه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد ويلي، چې استراليا د کرکټ په برخه کې بې سارې مخينه لري او درې وارې يې نړيوال جام ګټلى دى.

د نوموړي په خبره، د دوى پر وړاندې د هېواد ١٩ کلنې ملي لوبډلې بريا يوه تاريخي بريا ده او د افغان استعدادونو ښکارندويي کوي.