کابل ( پژواک، ۴ کب ۹۲ ) : د سوېلي افريقا د کرکټ لوبډلې د ۱۹ کلنو د نړيوال جام په منځ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه نن د کب په ۴مه، د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په ۵۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ۱۹۸ منډو هدف کېښود.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر ناصرجمال ډيره په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۱ منډې يې جوړې کړې، دغه راز عثمان غني ۳۶ او احسان الله ۳۰ منډې وکړې.
د سوېلي افريقا لوبډلې ياد هدف په ډيرې اسانۍ سره په څلويښتم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افريقا يواځينى لوبغاړى ضياالرحمن وسوځاوه.
د لوبه کرکټ کلب ( ايل سي سي) مشر ضراب شاه ظهير وايي، چې دافغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په دې نړيوال جام کې تر پخوا ښه لوبه وکړه او د اسټراليا په څېر پياوړې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د لوبډلې روزونکي د لوبډلې په ټاکلو کې له بشپړ دقت څخه کار نه اخلي.
د هغه په وينا، روزونکو پياوړي کيڼ لاسي تيز توپ اچوونکي فريد احمد ملک ته په دې سياليو کې هيڅ چانس ور نه کړ او دې کار سره دغه لوبغاړي او ملي لوبډلې سره يې لوى ظلم کړى دى.
دي وايي ، چې که هغه ته يې چانسونه ورکړي واى، نو کېداى شواى افغانستان ښه نتيجه ترلاسه کړې واى.
ټاکل شوې ده، چې ددې سياليو د پنځم مقام لپاره افغانستان له ويسټ انډيز سره لوبه وکړي.










