کابل ( پژواک، ٦ کب ٩٢ ) : د ويسټ انډيز د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام په سياليو کې افغانستان ته ماتې ورکړه .
د نړۍ د ١٦ هېوادونو د لوبـډلو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي او اوس وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان د پنځم مقام لپاره له ويسټ انډيز سره لوبه درلوده.
هغه زياته کړه، چې د ويسټ انډيز لوبـډلې په ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٥ مندې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢١٦ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري فريد احمد ملک او محمد مجتبى درې درې لوبغاړي ، سېد شېرزاد، عثمان غني، شرف الدين اشرف او ناصر جمال يو لوبغاړى وسوځاوه.
هوتک وويل ، چې دافغانستان لوبډلې ددغه هدف ترلاسه کولو ښه هڅه وکړه، او بريا ته هم نږدې وه، خو په وروستيو کې يې درې لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او لوبه يې له لاسه ووتله.
د نوموړي په وينا، دافغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې په ٤٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٦ منډې جوړې کړې او دغه راز دا لوبه ويسټ انډيز د ٩ منډو په توپيره سره وګټله.









