کابل (پژواک ٨ کب ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډله د کرکټ په نړيوال جام کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره په دغو سياليو کې اووم مقام خپل کړ.
د ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٢٤مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې په کې د نړۍ ١٦ غوره لوبډلو برخه اخيستې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سريلانکا لوبـډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د سريلانکا ټوله لوبـډله په ٣٤ اورونو کې په ١١٤ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ١١٥ منډو هدف ورکړ.
د هوتک په وينا، د افغانستان له لوري سيد شېرزاد او عثمان غني درې درې، شرف الدين اشرف ٢، مجتبى او فريد احمد ملک يو يو لوبغاړي وسوځول.
نوموړى وايي، چې د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٢٢ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري احسان الله ٣٧، حشمت الله شهيدي ٣٤ او عثمان غني ٢٤ منډې جوړې کړې.
په دې بريا سره افغانستان په دغو سياليو کې اووم مقام خپل کړ.
د يادونې ده، تر دې مخکې افغانستان په دغو سياليو کې د اسټراليا پياوړې لوبډلې او نميبيا ته هم ماتې ورکړې وې.
د کرکټ د چارو يوه کارپوه ضراب شاه ظهير وايي، چې افغانستان دغه ځل په نړيوال جام کې تر پخوا ډېره ښه لوبه کړه او د اسټراليا او سريلانکا په څېر پياوړو لوبډلو ته چې تر دې مخکې د ١٩ کلنو نړيوال جامونه يې هم ګټلي دي، ماتې ورکړې دي.










