باميان (پژواک ١٠ کب ٩٢): د باميان ولايت د سکي لوبغاړى د کورنيو او بهرنيو سکي لوبغاړو تر منځ د جوړې شوې سيالۍ لومړى مقام خپل کړ، خو د ښځينه سکي لوبغاړو سيالۍ لا هم دوام لري.
دا لوبې د باميانو د بابا غرونو ته نږدې د ٢٠ کورنيو او په اتو اروپايي هېوادونو پورې اړوندو ٢٠ بهرنيو سکي لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې.
بهرنيو سکي لوبغاړو، چې ښځې هم په کې ليدل کېدلې د باميان ولايت پورې اړوندو کورنيو سکي لوبغاړو سره سيالۍ ته راوتلي وو.
د سکي لوبغاړو په پيل کې د داور په حکم د له بهرنۍ دروازې حرکت وکړ، په هر ګام يې هڅه کوله، چې ځان د غره سر ته ورسوي او له هغه ځايه بېرته ښکته راشي.
هر سکي لوبغاړي د ډېرې چټکتيا په درلودو سره ځان د غره سر ته رساوه او له هغه ځايه يې د سکي په پيلولو سره دخولي دروازې ته په ژر رسېدو سره ګټونکى شمېرل کېده.
بهرنيو سکي لوبغاړو هم په دې لوبه کې د خپل شته مهارت له مخې د غرونو له څوکو لوبه پيل کړه او ځمکې ته را ګوز شول.
په پايله کې د باميانو له ولايته علي شاه اول، د سويس ارنوت دويم او د باميانو محمد سجاد دريم مقام خپل کړ.
علي شاه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا چې په اوچتو او واورينو غرونو کې مې زيات تمرين کړى و، نو لومړى مقام مې خپل کړ، ډېر زيات خوشحاله يم.))
هغه زياته کړه، چې سکي يې د خوښې لوبه ده او له تېرو دريو کلونو راهيسې يې په مسلکي ډول زده کړې ده.
علي شاه چې تېر کال هم د سکي لوبې ګټونکى و، وويل، چې ده له لسو نورو کسانو سره د سکي لوبه د ورېښمو لارې په نوم ګرځندوى شرکت له خوا زده کړې ده.
د دغو سياليو د ليدونکو شمېر لسګونو کسانو ته رسېده او د لوبو ګټونکو ته سويسي ساعتونه او د تصوير اخيستلو کمرې ورکړل شوې.
دا زړه را ښکونکې سيالۍ په دريو برخو کې جوړې شوې، چې په لومړۍ ګتګورۍ کې يې هغه سکي لوبغاړي وو، چې مسلکي مهارت يې درلود، دويم هغه چې کم مهارت يې درلود او درېيم بيا هغه وو، چې تازه يې د سکي لوبه پيل کړې وه.
دغه سيالۍ له تېرې ورځې راهيسې د ګرځندوى ټولنې له خوا د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر نظر لاندې جوړې او نن بيا د لسو ښځينه سکي لوبغاړو تر منځ دوام لري.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر احمد حسين احمدپور وويل، چې د دغو سياليو يې موخه د ګرځندوى صنعت پراختيا ده او سکي لوبه د اقتصاد پراختيا او په بېلابېلو موسمونو کې د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو د هڅونې لپاره يوه غوره ژمنۍ لوبه ده، چې بايد پراختيا ورکړل شي او ګرځندويان ورته را جذب شي.
د باميانو مرستيال والي محمداصف مُبلغ د ورزشکارانو په هڅونې سره وويل، چې د باميانو ولايت امنه فضا د ټولې نړۍ سکي لوبغاړو لپاره ښه زمينه مساعدوي او حکومت هڅه کوي، چې په باميانو کې دغه ژمني ورزش ته پراختيا ورکړي او ملاتړ يې وکړي.
د تېر کال په کب مياشت کې هم د باميانو ولايت سکي لوبغاړي په هغو لوبو کې ګټونکي شول، چې له بهرنيو سکي لوبغاړو سره د باميان د واورينو غرونو په لړۍ کې پيل شوې وې.
د بابا غر په ١٣٩١ لمريز کال رسما د ملګرو ملتونو د ساتنې ساحې په لېست کې شامل شو.










