کابل (پژواک ١٢ کب ٩٢): افغانستان د لومړي ځل لپاره د يو ورځني کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې ځاى پيدا کړ او په دغه لېست کې يې دوولسم مقام خپل کړى دى.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د کب په ١٢مه پژاک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان وروسته له هغه په نړيواله درجه بندۍ کې ځاى پيدا کړى، چې وړمه ورځ يې د کرکټ د لومړۍ درجې هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
سرچينې زياته کړې، چې افغانستان دغه مقام وروسته له هغه ترلاسه کړ، چې يواځې پنځه مياشتې مخکې يې د يو ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه، چې ټاکل شوې ده، په ٢٠١٥ کال کې ترسره شي.
د کرکـټ د نړيوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې يوه لوبـډله هغه مهال په نړيواله درجه بندۍ کې ځاى موندلى شي، چې د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو دوو لوبډلو ته ماتې ورکړي، يا د خپلې کچې هېوادونو پر وړاندې يې د بريا سلنه له ٦٥ څخه زياته وي، چې افغانستان دغه دويم شرط لا د مخه پوره کړى و.
د يادونې ده، چې اوس مهال د يو ورځني کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې اسټراليا لومړى، هندوستان دويم، سريلانکا درېيم، سوېلي افريقا څلورم، انګلستان پنځم، پاکستان شپږم، نيوزيلينډ اووم، ويسټ انډيز اتم، بنګله دېش نهم، زمبابوى لسم، ايرلينډ يوولسم او افغانستان دولسم مقام لري.
دغه راز افغانستان د کرکټ د شل اووريزو سياليو په نړيواله درجه بندۍ کې يوولسم مقام لري، دوه کاله مخکې افغانستان نهم مقام درلود.
د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د نړيوالې شورا د دغه اعلان هرکلى کړى او دا يې د هېواد د کرکټ لپاره لويه لاسته راوړنه بللې ده.
د کرکټ بورد لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان کرکټ د پرمختګ په حال کې دى او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به افغانستان په نړيواله درجه بندۍ کې نور هم وړاندې ولاړ شي.
هغه زياتوي، چې دغه وياړ د کرکټ د ملي لوبډلې د بې څارو ښو لاسته راوړنو او د ادارې د مثبتو هلو ځلو په پايله کې افغانستان ترلاسه کړى دى.
د کرکټ د چارو يو شمېر کارپوهان هم په نړيواله درجه بندۍ کې د افغانستان نوم اضافه کېدنه لويه لاسته راوړنه بولي.
د کرکټ د چارو يوه کارپوه ليکوال او ژورنالېست مطيع الله عابد پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان کرکټ چې څه ډول پر مخ روان دی نو دا مقام ګټل يې کومه د حيرانۍ خبره نه ده.
هغه زياته کړه: ((که چېرې د هېواد دننه نور امکانات او لازم شرايط ولرو نو له امکان څخه لرې نه ده، چې په لومړيو لسو هېوادونو کې ځاى پيدا کړو.))
عابد وايي، چې د دې لويې لاسته راوړنې تر شا د افغانستان د ملي او ځوانانو لوبډلو ترڅنګ د کرکټ بورډ ادارې هم لوى لاس دى، چې د رغنده اړيکو او هلو ځلو له امله د افغانستان کرکټ نړيوال مقام ترلاسه کړى دى.
د لوبه کرکټ کلب مسوول ضراب شاه ظهير پژواک اژانس ته وويل، يو شمېر هېوادونه له لسګونو کلونو راهيسې کرکټ کوي، خو تر اوسه يې دا مقام نه دى ترلاسه کړى.
د نوموړي په وينا، د افغانستان کرکت اوس ډېر پرمختګ کړى او د پخوانيو لوبغاړو ترڅنګ نوي ځوان لوبغاړي هم په نړيوالو سياليو کې له ځانه ښه وړتيا ښيي.
ظهير زياتوي، چې د لوبغاړو د ښې لوبې او برياوو او د ادارې د ښو فعاليتونو له امله افغانستان په نړيوال کرکټ کې خپل مقام پيدا کړى دى.










