لښكرګاه (پژواک ۱۲ كب ۹۲): چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې يې د پيل شوو عملياتو پر مهال ډېرې سيمې د وسله وال له شتونه پاکې کړې دي.
ولايتي چارواکي وايي، دغه پوځي عمليات د ناوې، موسى کلا او مارجې ولسواليو تر څنګ په هغو سيمو کې پيل شوي، چې وسله وال په کې ډېر وو.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي اړيكو مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د نشه يي توكو کرکيلې د له منځه وړلو او د ټاکنيزو حوزو د امنيت خوندي کولو لپاره پيل شوي دي.
ځاځي وويل، چې تر اوسه يې د دغو عملياتو په ترڅ کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او وسلې هم په کې نيول شوې دي.
بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، دغه عمليات، چې د ملي اردو او ملي پوليسو له لوري کېږي، د ولايتي چارواکو د پرېكړې له مخې پيل شوي دي.
د ده په خبره، لومړۍ موخه يې دا ده، چې د همدې پرېكړې له مخې به لس زره هكټاره ځمکه د كوكنارو له فصله پاکه شي، چې عملي اقدم يې تېره ورځ پيل شو.
ځواك وايي، سږ كال د نورو كلونو په پرتله د كوکنارو د له منځه وړو لړۍ په هغو سيمو کې پيل شوې چې غصب شوې او کوکنار په کې کرل شوي دي.
نوموړي وويل: ((اوس مهال زموږ ټول امنيتي مسوولين په دې لټه کې دي، چې د ۱۳۹۳ لمريز كال د ټاكنو لپاره امنيت ټينګ كړي او د ټاکنو ترسره کېدو ته زمينه برابره کړي.))
په ورته مهال د هلمند امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، چې د ناوې ولسوالۍ په عمليات كې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي وو.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو موخه د امنيت ټينګ، د نشه يي توكو له منځه وړل او راتلوونکو ټاکنو ته زمنيه برابرول دي.
بله خوا د هلمند يو شمېر اوسيدونکي،دغه عمليات د امنيت لپاره اغېزمن بولي خو غوښتنه کوي چې، امنيتي چارواکي بايد ډېر پاملرنه د ټاکنېزو حوزو خونديتوب ته کړي.
د مارجې ولسوالۍد ټولنېزې شوراغړي اختر محمد نيازي پژواک ته وويل: (( موږ ددغو عملياتو ملاتړي يو ،تراوسه په کې خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى خو په دې عملياتو کې بايد د کوکنار د اړولو پر ځاى ډېر پاملرنه د رايې مرکزونو خونديتوب ته وشي څو خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.))
بله خوا د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عقيق خان پژواک ته وويل، چې ددغو عملياتو ملاتړ کوي او دا عمليات کولاى شي، ياده ولسوالۍ د طالبانو له ممکنه نفوذ څخه پاکه کړي.
هغه وايي: ((دا عمليات د تراخه ناور په سيمه کې پيل شوي، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه لرې ده، تر اوسه ښه روان دي، هلته طالبان شته او هڅه کوي مرکزي سيمو ته راشي.))
د هلمند په ځينو سيمو کې دغه پوځي عمليات د چارواکو په وينا څو اونۍ مخکې پيل شوي او تر اوسه په کې تر شلو زيات وسله وال وژل شوي او ډېرې سيمې يې له شتونه پاکې شوې دي.
وسله والو طالبانو د دغو علمياتو په تړاو څه نه دي ويلي خو په روانه اونۍ کې يې د يو زيات شمېر افغان او بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبلې ادعاوې کړې دي.