منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د ملي اکاډمۍ لپاره استراليايي روزونکى وټاکه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٢ ) : د افغانستان کرکټ بورډ په هېواد کې د لوبغاړو د ښې روزنې په موخه د ملي اکاډمۍ لپاره يو استراليايي د سرروزونکي په توګه ټاکلى دى.

دغه روزونکى پيټر انډرسن نومېږي ، چې تر دې مخکې يې د استراليا په کورني کرکټ کې    لوبه کړې او د پاپوا نيو ګيني د لوبډلې د روزونکي په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان کرکـټ بورډ له خوا د کب په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې اڼدرسن  به د ٢٠١٤ کال د اپريل په ١٥مه، کابل ته راځي او د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې چېرته چې د کرکټ ملي اکاډمۍ ده، خپله دنده پيلوي.

د افغانستان کرکـټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد ، نوي اسټراليايي روزونکي ته د هرکلي ترڅنګ وايي چې هغه د ډېرو کلونو تجربه لري او هيله يې څرګنده کړه، چې افغان لوبغاړي به د هغه له تجربو او روزنې څخه ډېر څه زده کړي.

ډاکټر مراد زياتوي ، چې پيټرانډرسن به دافغانستان د ځوانانو او ملي لوبډلو د لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ نويو ځوانو لوبغاړو ته هم په ملي اکاډمۍ کې روزنه ورکوي.

د يادونې ده، چې پيټرانډرس له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاپوانيوګني ( پي اين جي) روزونکى و او ددغه هېواد ملي، ١٧ کلنو، ١٩ او د ښځو د لوبډلې په پرمختګ کې يې ډېر مهم رول لوبولى دى.

دغه راز اڼدرس د اسټراليا د لوړو مهارتونو د څانګې روزونکى هم پاتې شوى ، ددې ترڅنګ د استراليا د يو شمېر ولايتونو او لويو ښارونو دلوبډلو د پرمختيايي چارو د مسوول په توګه يې هم دندې ترسره کړې دي.

هغه له ١٩٨٦ زېږديز کال څخه تر ١٩٩٣ زېږديز کال پورې د استراليا په کورني کرکټ کې د ويکټ ساتونکي، توپ اچوونکي او توپ وهونکي په توګه لوبه ترسره کړې ده او ديو شمېر کلبونو د روزونکي په توګه يې هم دندې ترسره کړې دي.

د کرکټ د چارو يو شمېر کارپوهان د کرکټ بورډ ددغې پرېکړې هرکلى کوي، خو زياتوي چې دا کار يې بايد ډېر پخوا کړى واى.

د لوبه کرکـټ کلب ( اېل سي سي) مسوول ضراب ظهير پژواک اژانس ته وويل، چې دافغانستان کرکټ په توپ وهنه کې ډېره ستونزه لري، چې د اسـټراليايي روزونکي په ګومارنې سره به دا ستونزه هواره شي.

هغه زياته کړه، چې انډرسن د روزنې په برخه کې ډېره تجربه لري او افغانان به دهغه له تجربو څخه ډېره ګټه پورته کړي.