ژبه

راتلونکى کال به د ميدان وردګو د کانونو عوايد ٤٥ سلنه زيات شي

سنگريار

۲۲ کب ۱۳۹۲ - ۱۷:۲۱

۱۳۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٢ کب٩٢): د ميدان وردګو ولايت د کانونو اداره وايي، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله به راتلونکى کال د دغه ولايت د کانونو له درکه د عوايدو کچه ٤٥ سلنه لوړه شي.

د دغه ولايت د کانونو رييس فضل باري له پژواک خبري ژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې يې د کانونو له درکه نږدې ٤ ميليونه  افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې دغه عوايد د ٧٠ زره افغانيو په کموالي سره    (٣٩٢٨٢٦٧ ) ته راټيټه شوي.

د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبرې د اېښودو له امله به په راتلونکي ١٣٩٣ لمريز کال کې د کانونو د عوايدو کچه پنځه ميليونه او اته سوه زرو ته لوړه شي.

دى وايي، چې په دې کې ډېر عوايد د مرمر ډبرو له کانونو ترلاسه شوي دي.

د هغه په خبره، چې د مرمر ډبرو پنځه قراردادونه په دغه ولايت کې فعال او کيندنې يې روانې دي.

فضل باري زياته کړه: ((عوايد تقريبًا کال په کال مخ په ډېريدو دي، خو امنيتي حالت پر عوايدو اغېز لري، په کومو کانونو کې چې امنيت ښه و، نو عوايد يې هم زيات وو، خو که امنيتي وضعيت ښه شي، نو عوايد به دې هم لا زيات شي.

د هغه په وينا، پخوا چې به چا پانګونه کوله، نو هغوى ته د پروسس ځاى نه و، اوس د صنعتي پارک په جوړېدو سره د پروسس ځاى پيدا شو.

د هغه په وينا، چې په دې سره بازار پيدا کېږي، لګښت کمېږي او تر څنګ به يې عوايد هم زيات شي.

فضل باري وايي، د روان لمريز کال د سلواغې مياشت په ميدانښار ولايت کې د صنعتي پارک ډبره کېښودل شوه، اوس په کانونو کې پانګوال کولاى شي، چې د کرومايټ، مرمر او نورو ډبرو د پروسس لپاره لا زياته پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه، د دغه ولايت په کانونو کې، چې له کلونو راهيسې خپلسرې کيندنې په کې روانې وې، مخه نيول شوې ده.

نوموړي وويل، چې په دغه ولايت کې د کرومايټ ډبرو په کان کې د ځينو نورو ولايتونو زورواکانو او او ځينو نورو کړيو پر خپل سر کيندنې کولې، خو د امنيتي ادارو او د سيمې د قومي مشرانو په مرسته يې مخه ونيول شوه.

د کانونو رييس وايي، چې د خپلسرو کيندنو د مخنيوي يو ستر لامل همدا دى، چې د تېرو کلونو په پرتله اوس مهال د کان شاوخوا سيمو اوسېدونکي پر دې پوه شوي، چې کانونه شخصي نه، بلکې د دولت ملکيت دى او خپلسرې کيندنې په کې جرم دى.

د فضل باري په وينا، په ١٣٩١ لمريز کال کې د کانونو د رسمي سروې په موخه د وزارت له لوري د سروې يوه ډله راغلې وه، خو د ناامنيو له امله نيمګړې کې پاتې شوه، اوس يوې بلې دقيقې او رسمي سروې ته اړتيا ده.

سرچينې زياته کړه، اوس مهال د کرومايټو د يوه کان چې يو کال وړاندې يې له يو خصوصي افغاني شرکت سره د اکتشاف او استخراج تړون لاسليک شوى، تر دې مهاله يې اکتشافي مرحله بشپړه شوې نه ده.

د هغه په وينا، له دغه خصوصي شرکت سره د کرومايټ ډبرو د کان په اړه د ١٣٩٢ لمريز کال په پيل کې د لسو کلونو لپاره قرارداد لاسليک شو، چې په لومړيو دريو کلونو کې به د کان ذخيره او اکتشاف معلوموي او په پاتې اوو کلونو کې به د استخراج چارې سرته رسوي.

د کانونو رييس وويل، چې د کرومايټ د کان په استخراجي قرارداد کې د سيمې اوسېدونکو هم ورسره ژمنه کړې ده، چې د کان په قانوني استخراج کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار دي او په دې پسرلي کې به د دغه کان چارې پيل شي.

هغه زياته کړه: ((شرکت خپل انکشافي پلان جوړوي، چې له ژمي وروسته به خپل کارونه پيل کړي، تر څو پورې چې شرکت د کان ذخيره معلومه کړې نه وي، د استخراج اجازه ورته نشته، خو د استخراج پروسه به د شرکت له خوا د خلکو په مرسته او همکارۍ پيلېږي.))

د فضل باري په وينا، د سيمې ځوانان به په دې کې پوره ونډه اخلي، د ولس موټرې به په کې کار کوي، د سيمې مسلکي کسانو ته به کار ورکول کېږي، ولس هم دې ته اماده شوى او تضمين يې ورکړى چې د اکتشاف او استخراج په برخه کې به بشپړه همکاري کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کرومايټ قيمتي ډبرو دغه کان د ميدان وردګو او لوګر ولايتونو تر منځ د نرخ ولسوالۍ له بادام کلي سره په سرخ پيدک سيمه کې موقعيت لري، چې د دواړو ولايتونو ګډه پوله ده.

د کانونو رييس وويل، دا چې د مرمر ډبرو کانونو د استخراج په برخه کې د وسايلو، ماشين الاتو او تر کان پورې د سړک نه شتون هغه ستونزې وې، چې له امله يې د عوايدو کچه راټيټه شوې ده، خو هغه زياتوي چې د مرمر ډبرو کانونو په برخه کې دا ټولې چارې ترسره شوې دي.

د هغه په وينا، په راتلونکي نوي لمريز کال کې به د مرمر ډبرو د استخراج له پيلېدو سره سم به د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.