کندهار ښار ( پژواک، د وری لومړی ۹۳) : په کندهار ولایت کې څلور تنه پولیس تر مسموم کیدو وروسته وژل شوي دي.
دا پيښه تیره شپه ددې ولایت د پنجوایي او ډنډو ولسوالیو ترمنځ د ناخون سیمې د نوروزي په کلي کې رامنځته شوې ده.
د پنجوایي ولسوال حاجي فضل احمد اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه تن د میلمه په توګه د پولیسو ته ورغلی و او هلته یې هغوی ته په شودو کې نشه ورکړې وه.
د نوموړي په وینا، یاد تن مسموم شوي پولیس بیا د چړو په ګوازرونو وژلي او شپږ میله وسله یې له ځانه سره وړي دي.
وسلوالو طالبانو ددې پيښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دیادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د پولیسو د بې احتیاطۍ له امله ګڼ شمیر پولیسو په دا ډول پيښو کې وژل شوي دي.