کندهار ښار ( پژواک، ٢ ورى ٩٣ ) :د کندهار ولايت مقام د دفتر رييس ډاکټر پروېز نجيب، چې تېره ورځ د دغه ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې ټپي شوى و، ساه ورکړه.
چاودنه د يادې شوې ولسوالۍ د شاه اغا زيارت ته څېرمه شوې وه، چېرې چې دولتي چارواکو غوښتل د زرګونو عامو وګړو په ملتيا د نوي کال جنډه پورته کړي.
په دغه پېښه کې يو سرتېرى وژل شوى و او د کندهار ولايت مقام د دفتر رييس ډاکټر پروېز نجيب په ګډون اووه تنه ټپيان شوي وو، چې پکې د کندهار ښاروالۍ مرستيال نسيم رضايي، د خاکرېز امنيه قوماندان، د هغه مرستيال او نور شامل وو.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډاکټر پروېز نجيب، چې په چاودنه کې سخت ژوبل شوى و، د کوما په حالت کې و او د درملنې لپاره په کندهار هوايي ډګر کې د ايساف روغتون ته لېږدول شوى و.
سرچينه وايي، نوموړي تېره شپه ناوخته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او په حق ورسېد.
په دغه پېښه کې د نورو ټپي شوو چارواکو ټپونه برسېرن وو او درملنه يې شوې ده.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې چاودنه په سختو ټکو غندلې او دا يې يو وحشي عمل ګڼلى.
هغه زياته کړه، دغه پېښه چې د افغانستان د دښمانانو له خوا شوې، د نوي لمريز کال په لومړۍ ورځ يې د خلکو د خوښۍ مراسم په غم بدل کړل.
ډاکټر پروېز نجيب ، چې اوس مهال د کندهار ولايت مقام د دفتر رييس و، په تېر کې د ازادۍ راډيو د خبريال او د والي د وياند په توګه دندې تر سره کړې وې.
له هغه څخه پنځه ماشومان (درې لوڼې او دوه زامن) پاتې شول.
د ډاکټر پروېز نجيب يو خپلوان حميد شهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هغه جنازه به سبا په کندهار ښار کې خاورو ته وسپارل شي.