منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د هنډبال او تکواندو سياليو کې درېيو هېوادونو ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٣): په چين کې د تکواندو د نړيوالو سياليو په لړ کې افغان لوبغاړو خپلو اوکرايني او نيپالي سيالانو ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټۍ له خوا د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ١٠٧ هېوادونو په ګډون دا سيالۍ تېره اونۍ په چين کې پيل شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې تېره ورځ په دغو سياليو کې افغان لوبغاړي شهباز اميري خپل نيپالي سيال او نعمت الله خپل اوکرايني سيال ته ماتې ورکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بل پړاو کې به شهباز اميري له اوکرايني او نعمت الله له ايټاليايي سيال سره لوبه کوي.

د يو بل خبر له مخې، د افغانستان د هنډبال ملي لوبـډلې د سوېلي اسيا په سياليو کې د نيپال لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

د ملي اولمپيک کمېټه وايي، چې دا سيالۍ پرون په هندوستان کې پيل شوې، چې په کې افغانستان، هندوستان، پاکستان، نيپال او بنګله دېش برخه اخيستې ده.

سرچينه زياتوي، پرون افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړه.