غزني-کندهار (پژواک ٤ ورى ٩٣): افغان چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو او چاڼيزو عملياتو کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون اته وسله وال او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه وسله وال ټپيان شوي دي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په اجرستان او اندړو ولسواليو کې يې د ټاکنيزو حوزو د امنيت خوندي کولو په موخه چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
نوموړى وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د شېرمحمد په نوم سيمه کې په يوه هوايي بريد کې دوه طالب قوماندان ووژل شول او يو بل وسله وال ټپي شوى دى.
د سلطاني په خبر، د ملا وهاب او ملا نذير په نومونو دغه طالب قوماندانان په سيمه کې ډېر فعال وو او په ډېرو برېدونو او پېښو کې يې لاس درلود.
هغه وايي، په اجرستان ولسوالۍ کې هم د عملياتو په ترڅ کې نن سهار(دوشنبه) يو طالب وسله وال ووژل شو .
هغه وايي، په دغو سيمو کې لا هم عمليات روان دي.
بلخوا د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يې ٤ وسله وال وژلي او يو بل تن يې ټپي کړى دى.
د ياد ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتره د وري په ٤مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه چاڼيز عمليات د تخته پل ولسوالۍ د ملايت په کلي او د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينه وايي، چې په دغو عملياتو کې وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
په ورته مهال د ملي دفاع وزارت له خوا د وري په ٤مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په بېلابېلو پېښو کې يې ٣ سرتېري وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې دغه سرتېري د سړک غاړې د ماين چاودنو په پېښو کې وژل شوي ، خو د دغو پېښو سيمې يې نه دې په ډاګه کړي.