کلات (پژواک ١٠ ورى ٩٣): په زابل ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د ايساف يو سرتېرى وژل شوى، درې د ايساف سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار لس بجې د دغه ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې شوى دى.
هغه زياته کړه، بريدګر د کابل–کندهار پر لويه لاره د ايساف ځواکونو د ګزمې له موټرو سره نږدې چاودنه کړې ده.
د روغ لېوني په وينا، چې په دغه بريد کې ځانمرګى بريدګر وژل شوى، درې ملکي وګړي ټپيان شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
خو د شهرصفا ولسوالۍ يوې امنيتې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې د ايساف يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي او يو ټانک يې هم ويجاړ شوى دى.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار يې د افغانستان په سوېل کې يو سرتېرى په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
خو سرچينې د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى.
د زابل امنيتي سرچينې وايي، چې د کابل–کندهار پر لويه لاره د شهرصفا ولسوالۍ اړوند سيمو کې د ايساف رومانيايي سرتېري ګزمې کوي.
د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شوو سرتېرو شمېر ٢٠ تنو ته ورسېد.