Language

وسله والو کندهار کې پنځه ملکي وګړي يرغمل کړي

کندهارښار (پژواک ١١ ورى ٩٣): د کندهار چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو پنځه ملکي وګړي يرغمل کړي دي.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د ولايت سرپرست وياند دواخان مينه پال د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان پرون له غورک ولسوالۍ څخه تښتول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دا د سيمې ځوانان وو، نږدې سيمې ته د خس او لرګيو په موخه تللي وو چې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.

مينه پال وويل، چې پوليس او په سيمه کې قومي مشرانو د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.

د يادونې ده، تېره مياشت هم په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ١٢ سيمه ييز خلک د وسله والو له لوري تښتول شوي وو.

Related Topics