ميدانښار-کندهار (پژواک ١٣ورى ٩٣):چارواکي وايي، چې په ميدان وردګو او کندهار ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ١٠ وسله وال وژل شوي او ٤ نور ژوندي نيول شودي.
د د ميدان وردګو ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په چک او سيداباد ولسواليو کې ټاکنو ته د ښې زمينې برابرولو په موخه چانيز عمليات پيل شوي دي.
نوموړى زياتوي، د تېرې شپې عملياتو په ترڅ کې، چې د چک ولسوالۍ په قادرخېلو سيمه کې ترسره شول ٥ وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور له زيات شمېر وسلو او مهماتو سره ونيول شول .
د هغه په وينا، چې وسله والو د چک ولسوالۍ په بوکسري سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړى، چې په ترڅ کې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى او دوه رينجر موټر هم زيانمن شوي دي.
بلخوا د کندهار چارواکي وايي، چې په ياد ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د ولايت وياند دواخان مينه پال د وري په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ايساف ځواکونو په هوايي بمبار کې په ميوند ولسوالۍ کې د اخترمحمد په نوم د طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، درى نور وسله وال چې غوښتل يې پر ميوند ولسوالۍ بريد وکړي، خپله مرمۍ پرې چاودېدلې او وژل شوي دي.
دغه راز د کندهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه ناوخته په کندهار ښار کې يو تن چې پر بايسکل يې ماين لېږداوه، پرې چاودېدلى او وژل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ چارواکي وايي، چې پوليسو يې په پکتيا او هلمند ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې څو وسله وال وژلي دي.
د دې قوماندانۍ وياند ادريس مومند د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د راتلونکو ټاکنو د امنيت په موخه د پکتيا په اشلند سيمه او د هلمند په خانيشن ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې د وژل شوو طالبانو دقيق شمېر په کې نه دى معلوم خو زياتې وسلې ترې ترلاسه شوې دي.