کلات (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د زابل دولتي چارواکي وايي ، چې تېره شپه د کابل-کندهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت مرستيال والي محمدجان رسوليار د وري په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېر ماښام شاوخوا اوه بجې د شهرصفا ولسوالۍ د پل سنګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زياتوی، چې په ياده سيمه کې ېو ټېلر موټر له مسافر وړونکي تونس موټر سره ټکر کړی ،چې له امله يې درې تنه مړه او دوولس نور ټپيان شوي دي.
د رسوليار په وينا، د پېښې قربانيان د امنيتي ځواکونو له خوا د زابل مرکزي روغتون ته رالېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د زابل د مرکزي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان نشته.
د ده په خبره، چې په ټپيانو کې يواځې د يوه يې حالت د اندېښنې وړ دی او د نورو روغتيايي حالت ډاډمن دی.
په روان کال کې دغه لومړی ځل دی، چې په زابل کې په ترافيکي پېښه کې مسافرينو ته مرګ ژوبله اوړي.