کندهار ښار ( پژواک، ١٣ ورى ٩٣ ) : د کندهار په سپين بولدک کې ديوې چاودنې له امله لس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دا چاودنه د وري په ١٣مه، غرمه مهال په شاوخوا دوولسو بجو په سپين بولدک ولسوالۍ کې شوې ده.
د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس او د ولايت وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د سپين بولدک په بازار کې د پوپل مارکېټ مخې ته شوې ده.
د نوموړي په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه لاسي کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
مينه پال وويل، چې په دې چاودنه کې ١٠ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي،چې د پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.