ښرنه (پژواک ١٣ورى ٩٣): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د يوه ۱۸ کلن ځوان پر لاس د الله (ج) نوم څرګند شوى دى.
دغه ځوان محمدنظيم نومېږي او د مرکز ښرنې اړوند د زاولو کلي اوسېدونکى دى.
نوموړي د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې ورځې له سهار راهيسې يې تر ماښام پورې لاس خارښ کاوه.
دى وايي: ((د ماخوستن له لمانځه وروسته بې هوښه شوم، له بې هوښۍ وروسته مې سمدستي د کيڼ لاس پر مټ د الله (ج) نوم را څرګند شو.))
د محمدنظيم پر لاس د الله نوم، چې له ورايه معلومېږي، د يادې کورنۍ غړي او يو شمېر نور کليوال حيران کړي دي.
د هغه پلار محمديوسف د خپل زوى پر لاس د الله ج نوم څرګندېدل، د خپلې کورنۍ لپاره ستر او له وياړه ډک خبره ګڼي.
محمديوسف پژواک ته وويل، د زوى پر لاس يې د الله (ج) نوم څرګندېدل د لوى خداى د قدرت نښه او پر ده د الله مهرباني ده.
له دې وړاندې هم د ښرنې په يوه کلي کې د يوې پېغلې نجلۍ پر وجود د الله پاک نوم را ښکاره شوى و.