منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۰ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

په زابل کې به د رايې ورکولو ۳۴ مرکزونه تړلي وي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

قلات (پژواک، ١٥ورى٩٣): په زابل کې د ټاکنو د ولايتي دفتر مسوولين وايي ، چې د امنیتي ستونزو له امله به په دې ولايت کې د رايې ورکولو ٣٤ مرکزونه تړلي وي.

د ټاکنو د ولايتي دفتر مشر، هاشم درانى وايي، چې د زابل ولايت لپاره ټول ٨١ مرکزونه په پام کې نيول شوي وو، چې له دې ډلې به يواځې ٤٧ پرانستي وي.

هغه له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې دوى به په مرکز کلات ښار کې د رايې ورکولو ټول ١٥مرکزونه پرانيزي، خو د ناامنۍ له امله نشي کولى په ولسواليو کې ٣٤ مرکزونه فعال کړي، ترڅو خلک خپله رايه وکاروي.

زابل ولايت ټولې لس ولسوالۍ لري، چې د دراني په وينا ، تړلي مرکزونه به په ټولو ولسواليو کې شتون لري.

په همدې حال کې، ددې ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وايي،  چې دوه مرکزونه په خاک افغان ولسوالۍ کې دي، چې دده په وينا ، هلته طالبان ډېر فعال دي.

روغ لېوني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د زابل خلکو ته د ۴۷ مرکزونو د امنیت د تامين ډاډ ورکړ، خو ويې ويل چې ددې مرکزونو له ډلې هم يوه ته لوړ امنيتي ګواښ ورپېښ دى.

په تېرو ټاکنو کې په زابل کې د رايه ورکولو ٤٤ مرکزونه موجود وو.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې سبا ( د وري ١٦مه ) په ټول هېواد کې ترسره شي.