ژبه

څلور چورلکې په هلمند کې د بیړنیو حالاتو لپاره  چمتو درول شوي

کابل ( پژواک، ۱۵ وری ۹۳ ) : د هلمند ولایت چارواکي وایي چې ټولو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي لیږدول شوي او څلور چورلکې د بیړنیو حالاتو لپاره یې  چمتو درولي دي.

په دغه ولایت کې د۲۱۵ قول اردو قوماندان، والي جنرال نعیم، دملي امنیت رییس ، د ټاکنو د خپلوا کمیسیون ځایی رییس او امنیه قوماندان د وري په ۱۵مه، مازیګر ناوخته په یوه ګډه خبري غونډه کې د ټاکنو د تیاریو په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل.

د هلمند والي جنرال نعیم وویل چې دوی ټاکنو لپاره بشپړه اماده ګي لري او ۲۸ بیلا بیل نهادونه به له ټاکنو څخه څارنه کوي.

هغه زیاته کړه، چې ټولو ولسوالیو ته یې ټاکنیز توکي رسولي دي او په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لري.

د ۲۱۵ میوند قو اردو  قوماندان وویل چې د ملي اردو ځواکونه له پولیسو سره یوځای د امنیت په تامین کې ونډه اخلي او خلک کولی شي په ډاډه زړه خپلې رایې وکاروي.

نوموړي وویل چې څلور چورلکې یې د بیړنیو حالاتو لپاره چمتو درولي دي.