ژبه

د سروبي په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزو مرګ ژوبله اړولې

سنگريار

۱۶ وری ۱۳۹۳ - ۱۳:۲۹

۱۸۶ کتنې

کابل ( پژواک ١٦ ورى ٩٣): نن د ټاکنو په ورځ د کابل د سروبي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزې وې ،چې مرګ ژوبله يې هم لرله او په دې ولسوالۍ کې  د رايو ورکولو له ١٩ مرکزونو څخه  څلور فعال نه شول .

د سروبي ولسوالۍ په ښوېندې سيمه کې د امنيتي ستونزو له امله  د رايو مرکز  شاوخوا ١١ بجې  فعال شو.

نن سهار شاوخوا ٧ بجې د ياد شوي مرکز په  نږدې سل مترۍ کې يو راکټ ولګېد او وروسته وسله والو مخالفينو له غرونو ډزې وکړې، چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوې .

چارواکي وايي ، چې په دې ډزو او راکټي بريد کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

 دغه راز د طالب په نوم يو تن ، پژواک خبري اژانس ته د ټېلېفون له لارې وويل، چې د دې ولسوالۍ په ښوېنده سيمه کې د ښځو لپاره د رايو ورکولو يو محل د ملک ځدراڼ په کور کې جوړ شوى و او درغلۍ په کې شوې دي.

خو ملک ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هلته درغلۍ نه دي شوي او د ښځو لپاره د رايو يو محل  د چارواکو او سيمې د خلکو په خوښه د ده په کو ر کې جوړ شو ، ځکه چې د ښځو لپاره هلته بل مناسب ځاى نه و.

دى وايي، چې د طالب کېداى شي دا شکايت کړى وي، ځکه چې هغه له ده څخه غوښتي وو، چې د خپلې کورنۍ د ښځينه وو کارتونه پرته له دې چې ښځې ورشي وکاروي ، خو ده ورسره ونه منله.

له طالب سره مو اړيکه ټينګه نه شوه ،خو هلته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ناظم انجنير محمد ناصر وايي، چې د ښځو لپاره د رايې ورکولو محل د امنيتي ستونزو له امله  د ملک ځدراڼ په کور کې جوړ شوى و.

د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان ميرسلام ادم خېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دې ولسوالۍ له ١٩ مرکزونو څخه څلور مرکزونه د ناامنيو له امله د اوزبين په سيمه کې فعال نه شول .

دغه راز  هغه زياته کړه ، چې د دې ولسوالۍ د تېزين او جړوبي سيمو د رايو مرکزونو يو شمېر صندوقونه  د پوليسو په يو رنجر موټر کې د دې ولسوالۍ مرکز ته د لېږد پر مهال د ګزک په سيمه کې تر وسله وال بريد لاندې راغلل.

ده وويل ، چې دغه بريد له غرمې وروسته شاوخوا شپږ نيمې بجې وشو،  چې له امله يې دوه محلي پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

خو دى وايي، چې د رايو صندوقونو ته زيان نه دى اوښتى او مرکز ته لېږدول شوي دي .

د دې ولسوالۍ په مرکز کې د ټاکنو پروسه سمه روانه وه .

د سيمې يو اوسېدونکى ٣٠ کلن توريالى وايي: ” په ټاکنو کې دا نننۍ ګڼه ګوڼه چې ما وليده ، د خلکو ليوالتيا ډېره وه ، ښځې او نارينه وو په ټاکنو کې برخه لرله. نورې ستونزې هم نه وې ، رنګ هم له ګوتو نه پاک کېده.”

د ولسشمرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې نن سهار له ٧ بجو د مازيګر تر پنځو بجو تر سره شوې.