کابل ( پژواک، ١٨ ورى ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله راتلونکې مياشت په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ په اسيايي سياليو کې ګډون کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د (ايشين پريمير ليګ) په نامه دا پنځوس اووريزې يو ورځنۍ سيالۍ د غويي په ١١مه، په ماليزيا کې پيلېږي.
هغه زياته کړه ، چې په دې سياليو کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې برخه اخلي.
هوتک وويل، چې د غويي په ١١مه، به افغانستان خپله لومړۍ لوبه په ١٢مه، له اماراتو ، د غويي په ١٤مه، له ماليزيا ، د غويي په ١٥مه، له عمان او د غويي په ١٧مه له نيپال سره تر سره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد ددغو سياليو لپاره د ملي لوبډلې له چمتووالي يادونه وکړه او زياته يې کړه ، چې د تل په څېر به يو ځل بيا هم ملي لوبډله د خپلو سيالانو پر وړاندې له بريا څخه ډکه لوبه ترسره کړي .
د افغانستان کرکټ بورډ دغو سياليو لپاره ٢٠ کسيزه لوبډله اعلا ن کړې، چې تر تمريناتو وروسته به ١٤ کسيزه ډله ترې انتخاب کړي.
لوبډله په لاندې ډول ده:
محمد نبي عيسى خېل ، نوروز منګل، شفيق الله شفق، اصغر ستانکزى، نجيب تره کى، سميع الله شينوارى، افسر ځاځى، ناصر جمال احمدى، حشمت الله شاهدى، جاوېد احمدي، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، فضل نيازى، اميرحمزه هوتک، شرف الدين اشرف، يمين احمدزى، ميرويس اشرف، رحمت شاه زرمتى او نور علي ځدراڼ.









