Language

تخار کې تر اوسه ټاکنيز شکايت نه دى ثبت شوى

تالقان (پژواک ١٨ ورى ٩٣): د تخار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس وايي، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ له  کانديدانو شکايتونه نه دي شوي.

د کمېسيون مشر برنا صالحي د وري په ١٨مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د ټاکنو له بهيره تر اوسه په دغه ولايت کې ۱۳زره او ۲۹۶ کسانو څارنه کړې ده.

صالحي وويل، تر دې دمه دغه کمېسيون ته د ولسمشرۍ د کانديدانو له خوا شکايت نه دى ورغلى ، خو د ولايتي شورا دکانديدانو دوه شکايتونه ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ شکايتونه په کتبي ډول ثبتوو، د ولايتي شورا د دوو کانديدانو په اړه له شکايتونو پرته بل شکايت نه لرو.))

صالحي وايي، چې تخار په مرکز او ولسواليو کې په ټاکنو کې چا ته د درغليو او لاسوهنې اجازه نه ده ورکړل شوې.

نوموړى زياتوي، د ټاکنو مودې له پاى ته رسېدو ۴۸ ساعته وروسته څارونکي او کانديدان بايد خپل شکايتونه له اسنادو سره، د شکايتونو په کمېسيون کې ثبت کړي، کنه له هغه وروسته شکايتونه نه منل کېږي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسيون رييس روح الله موسوي وايي، چې په دغه ولايت کې د رايو شمېرنې چارې پاى ته رسېدلې دي.

هغه له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې له سيمو د رايو د صندوقونو د لېږد لړۍ له پرون راهيسې پيل شوې ده.

دى وايي: ((موږ له امنيې قوماندانۍ سره په همغږۍدغه چاره ترسره کوو، هغه ډول چې امنيتي ځواکونه له موږ سره د دغو موادو په لېږدولو کې مرسته کړې، په رالېږدولو کې هم راسره مرسته کوي، تر اوسه مو حساس مواد له ولسواليو نه دي راوړي.))

د تخار امنيه قوماندان وايي، د صندوقونو د لېږدولو لپاره پوره امنيتي چمتووالى لري.

پاسوال عبدالحنان قطغني پژواک ته وويل، لکه څنګه چې امنيتي ځواکونو سيمو ته د ټاکنيزو توکو لېږدولو او د ټاکنو امنيت خوندي کولو کې چمتو وو، بېرته يې له سيمو د رالېږدولو امنيت هم ور پر غاړه دى.

امنيه قوماندان وايي: ((ملي پوليس، ملي اردو، ملي امنيت او نور امنيتي ځواکونه ټول مسووليت لري، چې د صندوقونو او د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو ملاتړ وکړي او امنيت يې خوندي کړي، زه خلکو ته ډاډ ورکوم، چې په دې برخه کې لاسوهنو ته اجازه نه ورکوو.))

د تخار د ټاکنو شکايتونو کمېسيون په داسې حال کې د شکايتونو د نه ثبتېدو خبره کوي، چې د ټاکنو په ورځ د دغه ولايت د يوې ولسوالۍ امنيه قوماندان څو قومي مشران د هغه کانديد ته د رايې نه ورکولو په غبرګونه وهل شوي، ټکول شوي وو.

Related Topics