Language

په ميوند کې د ماين چاودنې ١٥ ملکي وګړي وژلي

 کندهار (پژواک ١٨ ورى ٩٣): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر دوو ډاټسن موټرونو د ماين په چاودنه کې ١٥ تنه وژل شوي او د يوې مېرمنې په ګډون په کې ٤ تنه ټپيان دي.

 دا پېښه نن مازيګر ناوخته د کندهار- هرات پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ اړوند د ګلان کېچې په سيمه کې شوې ده.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول داوخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين پر يادې شوې لاره د تور مانده په سيمه کې د ايساف پر موټريز کاروان د ټونس په وسيله ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې هغوى سيمه کلابنده کړې وه او موټرونو ته يې د تلو اجازه نه ورکوله.

 هغه زياته کړه، د لارې د بندېدو له امله د ملکي وګړو د سپرلۍ موټرونه، چې بېلابېلو ولايتونو ته تلل، له پاخه سړک څخه خامه سړک ته اوښتي، چې پر دوو ډاټسن موټرونو د ماين چاودنه شوې ده.

 د معلوماتو له مخې، دغه موټرونه اروزګان ولايت ته روان وو، چې په کې سپاره ١٥ ملکي وګړي وژل شوي او د يوې مېرمنې په ګډون په کې ٤ تنه ټپيان شوي دي.

 مينه پال وايي، ټپي وګړي د ميوند ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي او د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات په لاس کې نه شته.

 د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې پېښه کې ١٣ ملکي وګړي وژل شوي، د يوې ښځې او ماشوم په ګډون پنځه نور ټپيان دي.

 سرچينې دا پېښه د سولې د دښمنانو کار بللى دى.

 د عبدالصمد په نوم يوه ټکسي چلوونکي چې له کندهاره تر هلمند سپرلۍ وړي او راوړي، پژواک اژانس ته وويل، چاودنه ډېره قوي وه او دواړه موټرونه يې ويجاړ کړي دي.

 هغه زياته کړه، د کندهار- هرات پر لويه لاره د ايساف ځواکونو له خوا کلابندې شوې ساحې ته څېرمه دواړه طرفونو ته په سلګونو موټرونو د لارې د خلاصېدو لپاره ساعتونه ساعتونه انتظار وکړ، خو دا چې شپه راتلونکې وه، موټر چلوونکو هڅه کوله له خامه لارې ځانونه ورسوي، چې دغه پېښه وشوه.

 د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله هم پېښه تاييدوي او وايي، چې پوليس يې سيمې ته لېږلي دي.

 ولسمشر حامد کرزي ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې او ويلي يې دي، چې د خلکو د تګ راتګ پر لارو د ماينونو خښول او د ولسي وګړو په نښه کول، د هغو دښمنانو کار دی چې د افغانستان ملکي وګړو ته د درد او غم له رسولو پرته، بل څه نه غواړي.

حامد کرزي زياته کړې، چې د افغانستان دښمنان د پرديو په اشارې سره د دا ډول ډارنو کړنو په ترسره کولو سره، له بې ګناه ولسي وګړو سره خپله څرګنده دښمني ښيي.

ولسمشر د وژل شويو کسانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي او د لوی خدای له درباره يې ورته د جميل صبر او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کړې ده.

په کندهار ولايت کې ځمکني ماينونه د خلکو ژوند ته لوى ګواښ دى، چې د چارواکو په وينا، د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى کېږي او ډېر مهال په کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.