کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د توپوهنې په برخه کې پخوانى پاکستانى کپتان عامر سهيل د لنډې موډې لپاره روزونکى ګومارلى دى.
د کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عامر سهيل د افغانستان له ملي لوبډلې سره د اسيا د غوره ليګ سياليو لپاره د چمتووالي په موخه د توپوهنې په برخه کې د لنډمهال روزونکي په توګه پر دنده وګومارل شو.
ټاکل شوې يادې سيالۍ د غويي په ١١مه په ماليزيا کې د اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون سره پيل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، د اسيا غوره لېګ سياليو ته د چمتووالي په موخه دوى په پلان کې لري چې د پاکستان په لاهور ښار کې يو روزنيز کورس په لاره واچوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، عامر سهيل به په دغه کورس کې د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره يوځای شي.
سرچينه کاږي، د عامر سهيل تر څنګ به نور روزونکي هم د افغان ملي لوبغاړو د روحي پياوړتيا د لوړولو په موخه په دغه روزنيز کمپ کې له ملي لوبډلې سره په ګډه کار کوي.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد وايي، عامر سهيل چې د پاکستان پخوانی کپتان او پياوړی توپوهونکی وو، د اسيا غوره لېګ سياليو ته د چمتووالي لپاره له ملي لوبډلې سره د توپوهنې روزونکي په توګه ګومارل شوى دى.
د هغه په وينا، په دې اړه له بل بهرني روزونکي سره هم خبرې تر ډېره بريده پر مخ تللې چې تر دې دمه د امنيتي ستونزو له کبله يې پر دنده ګومارنه ځنډنۍ شوې ده.
عامر سهيل چې چپ لاسی توپوهونکی دی، په ۱۵۶ يو ورځنيو نړيوالو لوبو او ٤٧ ټسټ لوبو کې يې د پاکستان په استازيتوب برخه اخيستې ده.
د لوبه کرکټ کلب (اېل سي سي) مشر او د کرکټ د چارو کارپوه ضراب شاه ظهير د توپوهنې په برخه کې د عامر سهيل د ټاکلو په اړه د کرکټ بورډ د دغه اقدام ستاينه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې عامر سهيل په دې برخه ښه تجربه لري او په خپل وخت کې يو ښه پياوړى توپوهونکى و.
ظهير زياتوي، چې د کرکټ ملي لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې ډېرې ستونزې لري او هيله يې څرګنده کړه، چې د عامر سهيل تر روزنې وروسته يو څه بدلون په کې راشي.










