ترينکوټ ( پژواک، ٢١ ورى ٩٣ ) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د لسګونو لوبډلو ترمنځ د واليبال او فوټبال سيالۍ پيل شوې.
ددې ولايت دلوبو امر قدرت الله الفت د وري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ١٩ لوبډلې د واليبال او ٢٠ لوبډلې د فوټبال په سياليو کې ديوه بل پر وړاندې ډګر ته راوځي.
هغه زياته کړه، دا سيالۍ چې نن پيل شوې، يوه مياشت به دوام وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه لوبډلې د ولايت د مرکز ترينکوټ او يو شمېر ولسواليو اړونده دي.
الفت وويل، چې د فوټبال او واليبال د سياليو اتلې لوبډلې به د زون په کچه په دغو لوبو کې ګډون کوي.
په همدې حال کې د واليبال او فوټبال لوبو لوبغاړي خوښي څرګندوي او وايي ، دوی هم دا غوره بولي، چې دا ډول سيالۍ ترسره شي.










