Language

کندهار (پژواک ٢١ ورى ٩٣): د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى، چې يواځې ځانمرګى په کې وژل شوى او نور چا ته زيان نه دى اوښتى.

دا پېښه نن مازيګر ناوخته د يادې شوې ولسوالۍ بازار ته څېرمه له ښايسته پټرول پمپ سره شوې ده.

د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بهرنيو ځواکونو موټريز کتار له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې د يوه فيلډر موټر په وسيله ورباندې ځانمرګى بريد وشو.

هغه زياته کړه، بريد داسې مهال شوى، چې د بهرنيو ځواکونو موټرونه تېر شوي وو، نو ځکه يې چا ته زيان نه دى اړولى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يواځې ځانمرګى او د هغه موټر له منځه تللي دي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنګي په خپلې ټويټر کې ويلي، چې په دې پېښه کې له ځانمرګي پرته بل چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سيمې يوه دوکاندار سميع الله چې د پېښې ځاى ته نږدې د خوراکي توکو دوکان لري، هم پژواک ته ورته خبره وکړه.

هغه وويل، د ايساف ځواکونو کتار تېر شوى و، چې چاودنه وشوه او دغه مهال په دغه ځاى کې ملکي خلک نه وو، نو ځکه يې چا ته زيان نه دى اړولى.

د يوه بل خبر له مخې، نن تر غرمې مخکې د يادې شوې ولسوالۍ په لکړي سيمه کې پر سرحدي پوليسو د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې، چې په کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

په کندهار کې د سرحدي پوليسو د درېيم زون د قوماندانۍ وياند عبدالله ګل پېښه تاييدوي او وايي، سرحدي پوليس د ګزمې په حال کې و، چې د سړک پر څنډه ځاى پر ځاى شوى ماين ورباندې چاودلى، چې په پايله کې يې يو پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان دي.

د يادو شوو دواړو پېښو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د دغې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې ځانمرګى بريد د محمد شاکر په نوم د هغوى ملګري کړى، چې په کې يې بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه دغه راز وايي، چې نن تر غرمې مخکې په شوې چاودنه کې يې د مير حمزه په نوم د سرحدي پوليسو يو قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره وژلى دى.

Related Topics