Language

پنجوايي کې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې

کندهار ښار (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د  کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکې لوېدلې ده.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحق زي د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بې پيلوټه ياده الوتکه نن سهار شاوخوا څلور بجې د دې ولسوالۍ د بالا ده په سيمه کې غورځېدلې ده.

هغه زياته کړه، چې تر پېښې وروسته افغان ملي ځواکونه سيمې ته ورغلل، ساحه يې کلا بنده کړه او وروسته د ايساف ځواکونو لوېدلې الوتکه ولېږدوله.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې تر ځواکونو مخکې کليوال رسېدلي وو او د الوتکې ځنې پرزې يې وړې دي.

د محمد صادق په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې وروسته ايساف ځواکونه رو ورسېدل او يواځې د بې پيلوټه الوتکې ټوټې يې ترلاسه کړې او ويې لېږدولې.

ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics