کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): افغانستان د سوېلي اسيا هېوادونو د جودو په سياليو کې تر اوسه اوه مډالونه ترلاسه کړي دي.
دا سيالۍ د وري په ٢٤مه د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې پيل شوې چې په کې د پاکستان، افغانستان، نيپال، هندوستان او سريلانکا شاوخوا ٥٩ د جودو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
د افغانستان له خوا په دغو سياليو کې د جودو لوبغاړي عبدالفهيم فضلي، محسن ذکي، شاه ولي محسن، احسان الحق، محمد تواب، محمد توفيق بخشي او فهيمې رضايي برخه اخيستې ده.
د يادو سياليو په رسمي وېبپاڼه کې د وري په ٢٦مه په يوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې تر اوسه د افغانستان لوبغاړو په دغو سياليو کې درې د نقرې او څلور د برونز مډالونه ترلاسه کړي دي.
په دغو سياليو کې تر اوسه هندوستان د لسو سرو زرو په ګډون ١٢ مډالونه، پاکستان د اوه سرو زرو په ګډون ١٢ او نيپال د يو سرو زرو مډال په ګډون ١٤ مډالونه او سريلانکا ٦ مډالونه ترلاسه کړي دي.










