Language

د ايران حکومت  شپږ افغانان اعدام کړي

تالقان (پژواک،٣٠ورى٩٣):د تخار ولايت چارواکي وايي،چې تېره ورځ ناوخته د ايران حکومت  شپږ افغانان اعدام کړي دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د وري په ٣٠ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا شپږ تنه  د تخار اوسېدونکي وو او په ايران کې يې مزدوري کوله.

تيموري وايي:((په دې ٦ تنو کې ٤ د کلفګان ولسوالۍ او ٢ يې د نور سيمو اوسېدونکي  وو، چې تېره ورځ ناوخته اعدام شوي او مړي يې په ايران کې خپلو خپلوانو ته هم نه دي سپارل شوي.))

د نوموړي په وينا، په ايران کې د تخار  يو شمېر کډوالو ورته ويلي، چې له حکومت څخه يې د يادو کسانو مړي غوښتي،خو لا تراوسه يې نه دي ورته سپارلي.

د تيموري په وينا:(( موږ ته په ايران کې د مېشتو افغانانو له لوري داسې راپورنه رسېدلي، چې ټاکل شوې نن (شنبه) ايران ٧ تنه نور افغانان هم اعدام کړي ، چې هغه هم د تخار ولايت اوسېدونکي دي.))

د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ يو تن قومي مشر محمد اسلام ، چې ځان په ايران  کې د افغان  کډوالواستازى بولي ، پژواک ته وويل، چې په دغو اعدام شويو کسانو کې څلور تنه د يادې ولسوالۍ د سرک بالا سيمې اوسېدونکي دي.

هغه وايي: (( دغه مړي تراوسه پورې کورنيو ته يې نه دي  سپارل شوي.))

نوموړي حکومت تورن کړ، چې د افغان کډوالو د خونديتوب لپاره ښه پاليسي نلري.

د افغانستان د کډوالو او بهرنيو چارو وزارتونو په دې تړاو څه نه دي ويلي .

د يادولو ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په ايران کې د تخار  ٢٠ تنه اوسېدونکي اعدام شوي دي.

Related Topics