کابل (پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : دافغانستان کرکټ بورډ له خوا پر دندې ګومارل شوي اسټراليايي روزونکي نن په کابل کې په رسمي توګه دنده پيل کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نوى ټاکل شوى اسټرالياىي روزونکى پيټر انډرس تېره اونۍ کابل ته رسېدلى و.
هغه زياته کړه، چې نوموړى نن د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي او په رسمي توګه يې د روزونکي په توګه خپله دنده پيل کړه.
د کابل دکرکټ په نړيوال لوبغالي کې د کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرکټ اجرائيوي رييس او اسټراليايي روزونکي پيټرانډرسن خبريالانو ته په دې اړه معلومات ورکړل.
شهزاده مسعود وويل و چې پيټر انډرسن په دې برخه کې ٣٠ کلنه تجربه لري او له دې مخکې يې په نورو هېوادونو کې هم دا دنده ترسره کړې ده.
هغه زياته کړه، چې نوموړى به د ملي لوبـډلې د لوبغاړو ترڅنګ د ١٩ کلنو او الف لوبډلو لوبغاړو ته هم د کرکټ په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکوي.
مسعود هيله څرګنده کړه، چې لوبغاړي به له دې زمينې او د اڼدرسن له تجربو څخه ګټوره روزنه ترلاسه کړي.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وويل ، چې پيټراڼدرسن سره يې يو کلن قرارداد کړى او هغه ته به د نړيوالې کچې امتيازات ورکول کېږي .
د نوموړي په وينا، دده له ټاکلو څخه يې موخه داده، څو دافغانستان د کرکټ د لوبغاړو وړتياوې لوړې کړي.
اسټراليايي روزونکي پيټر اڼدرسن خبريالانو ته وويل، چې افغان لوبغاړي ډېر ښه استعدادونه لري او دى به هڅه وکړي، چې ددوى استعدادونه نور هم لوړ کړي.
هغه زياته کړه، چې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره افغانستان ته راغلى او دې ته تيار دى، چې ددغه کار لپاره د نړۍ هر ګوټ ته ولاړ شي.
نوموړي وويل ، چې دافغانستان کرکټ ډېر پرمختګ کړ ى اوهيله يې څرګنده کړه، چې دده په يوه کلنه موده کې به نور هم پرمختګ وکړي.
دى وايي : (( زه به له نږدې څخه افغان لوبغاړي وڅارم، غوږ به ورته نيسم او زده کړه به ورکړم.))
د يادونې ده، چې پيټرانډرس له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاپوانيوګني ( پي اين جي) روزونکى و او ددغه هېواد ملي، ١٧ کلنو، ١٩ او د ښځو د لوبډلې په پرمختګ کې يې ډېر مهم رول لوبولى دى.
دغه راز اڼدرس د اسټراليا د لوړو مهارتونو د څانګې روزونکى هم پاتې شوى ، ددې ترڅنګ د استراليا د يو شمېر ولايتونو او لويو ښارونو دلوبډلو د پرمختيايي چارو د مسوول په توګه يې هم دندې ترسره کړې دي.
هغه له ١٩٨٦ زېږديز کال څخه تر ١٩٩٣ زېږديز کال پورې د استراليا په کورني کرکټ کې د ويکټ ساتونکي، توپ اچوونکي او توپ وهونکي په توګه لوبه ترسره کړې ده او ديو شمېر کلبونو د روزونکي په توګه يې هم دندې ترسره کړې دي.
ديوه بل خبر له مخې ، د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د لومړي ځل لپاره يو شمېر خبريالانو لپاره يو ورځنى روزنيز ورکشاپ جوړ شوى و.
په دې ورکشاپ کې له بېلا بېلو رسنيو څخه تر ٢٠ زياتو خبريالانو اخيستې وه، چې د کرکټ بورډ د مسوولينو له خوا ورته د کرکټ د تاريخ، قوانينو، تخنيک او په دې برخه کې د راپور ورکولو په اړه معلومات ورکړل شول.
خبريالانو د دا ډول ورکشاپونو جوړول ګټور وبلل او زياته يې کړه، چې دوى د کرکټ د لوبې په اړه هغه معلومات ترلاسه کړل، چې پخوا يې نه لرل.










