کندهار ( پژواک ، ٢ غويى ٩٣ ) : د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه ملکي وګړي ووژل شول.
لومړۍ چاودنه نن د وري په ٢مه، سهار شاوخوا لس بجې په يوه کور کې شوې، چې پکې يوتن وژل شوى دى.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، په هغه کور کې چې ماين چاودنه کړې، سبا پکې واده وو او نن ورته امادګي نيول کېدله.
هغه زياته کړه، د کورنۍ يوه غړي د کور په منځ کې خېمه دروله، چې د مېخ د ټکولو پر مهال يو ماين ، چې پخوا خښ شوى و، ور باندې چاودنه کړې او پکې وژل شوى دى.
د نوموړي په وينا، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز په يوه بله چاودنه کې بيا يو تراکټور چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړى.
ولسوال وايي، پېښه د پنجوايي په سلاوات سيمه کې نن غرمه شوې ده، چې په پايله کې يې تراکټور ويجاړ شوى او چلوونکى يې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، د تراکټور چلوونکى د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى و او پنجوايي ته د مزدورۍ لپاره راغلى و.
بلخوا د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د يادو شوو پېښو تر څنګ د يو شمېر ماينونو او مهماتو د نيول کېدو خبر ورکوي.
سرچينه وايي، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د شپږم کنډک سرتېرو د پنجوايي په تيملوک سيمه کې د ګزمې پر مهال ١٥٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ٢٠٠ د پيکا مرمۍ، ٢٠ کيلو باروت، ٢٠ عدده شاجورونه او ٢٠ د کلاشينکوف پټاکۍ تر لاسه کړې دي.
دغه راز افغان ځانګړو امنيتي ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې ٦٠ کيلو ګرامه ترياک نيولي دي.
په کندهار ولايت کې په ځمکه کې خښ شوي ماينونه د ملکي وګړو پر وړاندې يو لوى ګواښ دى، چې ډېر مهال پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
تر دې وړاندې په ميوند ولسوالۍ کې په لاره کې خښ شوي ماين ١٥ ملکي وګړي وژلي او ٤ نور ټپيان کړي وو.









