کابل (پژواک ٦ غويى ٩٣): د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې چارواکي وايي، چې ملي لوبډله په ماليزيا کې د (ايشين پريمير ليګ) لوبو لپاره پوره چمتووالى نيولى دى.
د کرکټ بورډ له لوري د غويي په ٦مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې د اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد له قوله ويل شوي، چې افغان لوبډله به په دغو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د (ايشين پريمير ليګ) په نوم دا پنځوس اووريزې يو ورځنۍ سيالۍ د ثور په ١١مه په ماليزيا کې پيلېږي او د مې تر لومړۍ به دوام وکړي.
د کرکټ بورډ وياند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ ټاکنيز کمېسيون د شپږو هېوادونو تر منځ د دغو لوبو لپاره لوبډله هم اعلان کړه.
ده وويل، د دې لوبو لپاره په لوبډله کې محمدنبي عيسى خېل، نور علي ځدراڼ، عثمان غني، محمدمجتبی، شفيق الله شفق، سميع الله شينوارى، ناصر جمال احمدزى، حشمت الله شاهدي، شاه پورځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، اميرحمزه هوتک، ميرويس اشرف، رحمت شاه زرمتى شامل دي او شرف الدين اشرف، افسر خان، جاوېد احمدي او نجيب تره کی په احتياطي لوبغاړو کې نيول شوي دي.
د ده په وينا، په دغو سياليو کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې برخه اخلي.
هغه وويل، چې افغانستان د مې په لومړۍ له هانګ کانګ، په دويمه له اماراتو، په څلورمه له ماليزيا، په ۵مه له عمان او د مې په ۷مه له نيپال سره لوبې لري.










