منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۲ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا غوره لیګ سیالیو کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٢ غويى ٩٢): د آسیا غوره لیګ سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپله دوهمه سیالي د متحده عربي اماراتو له لوبډلې وګټله.

د افغانستان د کرکت بورد وياند فريد هوتک د معلوماتو له مخې د نننۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلمشر وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ده په وينا، افغان لوبغاړو ډیر په زړه پورې پیل واخیست او لوبه یې تر وروستي توپه په خورا زړه راښکونکې بڼه پر مخ یوړه.

هوتک وايي، چې د ملي لوبغاړو له لوري نورعلي ځدراڼ ۵۳، عثمان غني ۵۵، نبي عیسی خیل ۷۷ او سمیع الله شینواري ۸۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

دى وايي ، چې سیالې لوبډلې ونه کړای شول، ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي او د لوبې په ۴۵ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره لوبه د افغانستان په ګټه وبایلله.

د هغه د څرګندونو له مخې،  د افغان توپ اچونکو له لوري رحمت شاه ۵، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، میرویس اشرف، نبي عیسی خیل او امیر حمزه یو یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټولو هیوادوالو ته د دوهمې سترې بریا مبارکي ويلې ده.

ده بیا هم د ځوانو لوبغاړو په فعالې ونډې او د پخوانیو لوبغاړو له ځانګړي زیار ستاینه کړې او زياته کړې ېې ده چې ملي لوبډله به د روانو سیالیو په ترڅ کې ګټور پرمختګ ولري ځکه چې له یوه اړخه یې په جوړښت کې ځوانو لوبغاړو ته ونډه ورکړل شوې او له بله اړخه له پوره چمتووالي برخمن دي.

تېره ورځ افغانستان د اسيا غوره ليګ په سيالو کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.