منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:08 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

وسله والو مخالفينو د شهرک ولسوالۍ د محبس امر اعدام کړى

· 2 دقیقې لوستل · 130 کتنې

فيروز کوه (پژواک ١٣ غويى ٩٣): وسله والو مخالفينو، د غور د شهرک ولسوالۍ د محبس امر وژلى او د هغه ساتونکى يې له ځانه سره بيولى دى.

د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، چې د شهرک ولسوالۍ د محبس امر دويم څارن فضل احمد هرات ته تللى و او په شخصي جامو کې په مسافر وړونکي فلاينګوچ ډوله موټر کې يادې ولسوالۍ ته د ستنېدو په حال کې، د طالبانو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته له موټر څخه ښکته کړاى شوى دى.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو هغه د هرات د فارسي او د غور د تولک ولسواليو د سرحد تر منځه اعدام کړى دى.

خطيبي زياته کړه، چې دويم څارن فضل احمد د طالبانو د قوماندان عصمت الله له لوري، چې د هرات او غور ولايتونو په سرحد کې فعاليت کوي، وژل شوى او مړى يې تر دې دمه د هغه کورنۍ او يا امنيتي چارواکو ته نه دى سپارل شوى.

د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد سالنګي وايي، چې وسله والو مخالفينو د هغه ساتونکى هم له موټر څخه ښکته کړى او له ځانه سره يې بېولى دى.
سالنګي وويل، چې دوى د ياد ساتونکي د برخليک معلومولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده، چې تېره مياشت هم وسله والو مخالفينو د ملي اردو يو سرتېرى، چې د غور ولايت له چارسدې ولسوالۍ څخه د رخصتۍ له تېرولو وروسته، دندې ته د ستنېدو په حال کې، له موټر څخه تر ښکته کولو وروسته وژلى و.