کابل ( پژواک، ١٤ غويى ٩٣ ) : افغانستان د موتاى لوبې په نړيوالو سياليو کې فنلنډ ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې له خوا دغويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا لوبې په ماليزيا کې روانې دي.
سرچينې زياته کړه، چې ددې نړيوالو سياليو په ترڅ کې پرون د افغانستان او فنلنډ ترمنځ لوبه ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د موتاى افغان لوبغاړي احمد جاوېد حسني د ٦٧ کيلو په وزن کې خپل فنلنډي سيال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته يې لاره پيدا کړه.
سرچينه کاږي، چې د موتاى بل افغان لوبغاړى ابراهيم حيدري خپل پرتګالي او منصور له چيني سيال سره ميدان ته وردانګي.
د اولمپيک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ چې پرون په ماليزيا کې پيل شوې دي، لس ورځې به د وام وکړي.
په دې سياليو کې له ١٢٠ هېوادونو څخه تر ٢٠٠٠ زياتو لوبغاړو برخه اخيستې ده.










