منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۰ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

ماليزيا له افغانستان څخه د کرکټ لوبه وګټله

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۵ کتنې

کابل ( پژواک، ١٤ غويى ٩٣ ) : د اسيا د غوره ليګ کرکټ سياليو په لړ کې کوربه هېواد ماليزيا له افغانستان څخه لوبه وګټله.

د شپږو هېوادونو د ملي لوبډلو په ګډون دا سيالۍ د غويي په ١٠مه، د ماليزيا په پلازمېنه کواللمپور کې پيل شوې دي.

دافغانستان کرکټ بورډ وايي ، چې نن افغانستان خپله درېيمه لوبه له کوربه هېواد ماليزيا سره ترسره کړه.

سرچينه وايي ، چې ددې لوبې پچه ماليزيا ګټلې وه، خو لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان په ملي لوبډله کې نن يو شمېر ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوى و، ملي لوبډلې له ټاکل شويو ٥٠ اورونو څخه په ٤٦ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥  منډې جوړې کړې .

د ملي لوبډلې له لوري عثمان غني او ناصر احمدي ٣٦، ٣٦، محمد نبي او شفيق الله شفق ٢٠، ٢٠ د پام وړ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا ورکړل شوى ياد هدف د ماليزيا لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ٣٧ اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د ملي لوبډلې له لوري شاهپور ځدراڼ ٢، افتاب عالم، محمد نبي، حمزه هوتک او نور علي ځدراڼ يو يو لوبغاړى وسوځول.

افغانستان تر دې مخکې په دې سياليو کې متحده عربي امارات او هانګ ته ماتې ورکړې ده.