کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٣): افغانستان د موتاى لوبې په نړيوالو سياليو کې ټايوان او کاناډا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې له خوا د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لوبې په ماليزيا کې روانې دي.
سرچينې زياته کړې چې پرون د دغو سياليو په لړ کې د افغانستان سيد اسلام الدين ابراهيمي خپل ټايواني او علي اکبر رضايي خپل کاناډايي سيال ته ماتې ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نورو افغان لوبغاړو منصور ابراهيمي له بلاروس او ابراهيم حيدري له پرتګالي سيال څخه ماتې وخوړه.
سرچينه کاږي، د دغو سياليو نيمه پاى چې ټاکل شوې نن ماښام ترسره شي، افغان لوبغاړى رامين حيدر له خپل کوريايي او جاوېد حسيني له ټايلنډي سيال سره لوبې کوي.
د دغو سياليو په لومړۍ ورځ افغانستان فنلنډ ته ماتې ورکړې وه.
د اولمپيک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ چې دوه ورځې مخکې په ماليزيا کې پيل شوې دي، لس ورځې به دوام وکړي.
په دغو سياليو کې له ١٢٠ هېوادونو تر ٢٠٠٠ زياتو لوبغاړو برخه اخيستې ده.










