منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۰ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د اسيا غوره ليګ سيالۍ: افغانستان عمان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۷ کتنې

کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٣): د اسيا د کرکټ غوره ليګ سياليو په لړ کې افغانستان عمان ته ماتې ورکړه.

د شپږو هېوادونو د ملي لوبـډلو په ګډون د اسيا د غوره ليګ سيالۍ د غويي په ١٠مه د ماليزيا په پلازمېنه کواللمپور کې پيل شوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې عمان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د عمان لوبډله په ٤٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٦ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٨٧ منډو هدف ورکړ.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري سميع الله شينوارى او محمدنبي درې درې، امير حمزه دوه لوبغاړي، دولت ځدراڼ او ميرويس اشرف يو يو لوبغاړي وسوځول.

هوتک وويل، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري نور علي ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او ٦٨ منډې يې جوړې کړې. دغه راز ناصر احمدزي٣٦، عثمان غني ١٦، محمد نبي ١٥ او سميع الله شينواري ٢٩  ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

افغانستان تر دې مخکې له متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ څخه  لوبې ګټلې وې، خو پر ماليزيا يې بايللې وه.

ملي لوبډلې به خپله وروستۍ لوبه له نيپال سره ترسره کوي.