ژبه

زابل کې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

زابل (پژواک ١٥ غويى ٩٣): د زابل امنيه قومانداني وايي، چې پوليسو يې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي له دريو قاچاقچيانو سره نيولي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي  روغ لېونې د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت له نشه يې توکو سره د مبارزې پوليسو په کلات ښار کې د تلاشۍ په ځنځير کې له يوه ټېلر موټر څخه ياد توکي ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه موټر کې ١٤٠٠ کيلوګرامه ترياک او دوه نيم کيلوګرامه هيرويين  په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي په وينا، له دغو توکو سره په تړاو درې کسان نيول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د امنيې قوماندان د معلوماتو له مخې، په تېرو اوو مياشتو کې پوليسو په دغه ولايت کې څه باندې شپږ ټنه نشه يي توکي نيولي دي.