کابل (پژواک، ١٨ غويى ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسيا د غوره ليګ سياليو اتلولۍ له خپلولو وروسته نن هېواد ته را ستنه شوه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ملي لوبـډله د هوا د خرابوالي له امله دکابل پر ځاى د مزار شریف په هوايي ډګر کې له الوتکې ښکته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ملي لوبـډله به په بله الوتکه کې سبا له مزار څخه کابل ته را ورسېږي.
نن مازيګر ناوخته د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبـډلې هرکلي ته لسګونه مينه وال، د کرکټ بورډ او يو شمېر دولتي چارواکي راغلي وو.
د افغانستان کرکـټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل ، چې په ملي لوبـډله کې دا ځل ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوى و او هغوى له ځانه ښه وړتيا وښوده.
هغه په ځانګړې توګه د ملي لوبډلې د لوبغاړي عثمان غني ډېره ستاينه وکړه، چې په دې سياليو کې ډېر ښه وځليد او ددې سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.










