منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې زورواکي د برېښنا د لګښت پيسې نه ورکوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

فراه ښار (پژواک ۲٣ غویی ۹۳): په فراه کې نږدې ١٢٠٠ تنه چې ډېر يې زورواکان دي، په ټوليز ډول د برېښنا د لګښت نږدې ١٢ ميليونه افغانۍ پوروړي دي او هره مياشت په دغه ولايت کې د يو ميليون افغانيو په ارزښت برېښنا غلا کېږي.

دا څرګندونې په فراه کې د افغانستان برېښنا شرکت امر انجنیر عبدالناصر نظامي پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل چې له يادو کسانو ډېر يې له څلورو مياشتو تر يو کال راهيسې او ځيني يې ان درې کاله تېريږي، چې د برېښنا د لګښت پيسې نه تحويلوي.

دی وايي: “موږ له هرو څلور میاشتو وروسته د هغو کسانو برېښنا پرې کوو، چې د برېښنا د لګښت پيسې بانک ته تحويل نه کړي؛ خو یاد کسان چې زیات يې زورواکان دي د صندوقونو قفلونه ماتوي او خپل لین بېرته وصلوي.”

ده د یادو زورواکانو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د فراه برېښنا شرکت امريت د هغو ١١٧٨ تنو نوملړ پژواک خبري اژانس ته ورکړ، چې د برېښنا د لګښت پيسې پرې پاتې دي.

په دې نوملړ کې يوه هم د فراه د ولايتي شورا پخوانۍ غړې او د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکې کشور شايق ده، چې د ياد سند له مخې د برېښنا د لګښت ٥٢٩٩٠ افغانۍ پرې پاتې دي.

خو شایق وايي، یو کال کېږي چې د دوى د کور دولتي برېښنا پرې ده او له شخصي لمريزې برېښنا کار اخلي.

هغې وويل، چې د برېښنا د پرې کېدو پر مهال يې د برېښنا له شرکت سره خپل حساب تصفيه کړى او نه پوهېږي چې ولې د برېښنا لګښت پرې راغلى دى.

شایق وايي: “بیا هم زامن مې د فراه برېښنا ادارې ته لېږم تر څو معلومات وکړي، چې ستونزه څه ده او که په واقعیت سره د دوی پیسې پر موږ وي، ضرور به یې تحویل کړم.”

د برېښنا غلا

د عبدالناصر نظامي په وينا، د دی ترڅنګ چې ځيني کسان د برېښنا د لګښت پيسې نه تحويلوي، زیات شمېر ښاریان، د برېښنا د صندوقونو قفلونه ماتوي او په ناقانونه توګه له برېښنا څخه ګټه پورته کوي.

هغه وايي: “موږ په هره دوره (دوو میاشتو کې) ۷ میلیونه افغانۍ عاید باید ولرو، خو یواځې ۳ میلیونه يې ترلاسه کوو، پاتې شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ پر زورواکانو پاتې کېږي او په هره دوره کې د غلاوو له امله دوه میلیونه افغانۍ ضایعات لرو.”

دى زياتوي: “دغه عمل د دغه شرکت د زیان سبب شوی، دغه شرکت په هره دوره کې ضایعات لري، په وروستۍ دوره کې مو ۲۴سلنه ضایعات درلودل.”

د هغه په وينا، له همدې امله دغه شرکت نه شي کولاى چې په فراه کې د برېښنا بيه راټيټه او يا د برېښنا شبکه پراخه کړي.

د فراه د برېښنا امريت د معلوماتو له مخې، د فراه په ولسواليو او د مرکز اړوند ډېرو سيمو کې برېښنا نشته او دغه شرکت دا مهال د فراه په مرکز کې ٣١٠٠ مشترکين لري، چې له يو کيلوواټ جنراتوري برېښنا څخه د ٤٠ افغانيو په بدل کې ګټه پورته کوي.

ناوخته اقدام

په فراه کې د برېښنا شرکت امريت د فراه د ولايت مقام ته د روان کال د وري په ٣٠مه په يو وړانديز کې چې کاپي يې پژواک ته ورکړل شوې، غوښتنه کړې چې د محمداقبال او عبدالقادر په نومونو د فراه ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکو د برېښنا د لګښت پيسې نه دې تحويل کړې او د يادې سيمې ځينو اوسېدونکو د برېښنا د صندوق قفل مات کړى تر څو ځان ته پر خپل سر برېښنا وصل کړي.

د ولايت له مقامه غوښتنه شوې، چې اړوند ارګان ته هدايت وکړي تر څو د برېښنا د غلاوو مخه ونيسي.

والي د دغه وړانديز پر پاڼه امنيه قوماندانۍ ته امر کړى، چې په دې اړه اصولي اجراات وکړي.

د فراه د برېښنا امريت د روان کال د غويي مياشتې د ١٣مې په ٦٢- ٣٨ ګڼه مکتوب کې له امنيې قوماندانۍ څخه غوښتنه شوې چې يو شمېر “زوراکو او فرصت طلبه” کسانو د برېښنا له لګښت پيسې نه دي تحويل کړې او وروسته له هغه چې دغه امريت یې له تګلارې سره سم برېښنا پرې کړې، هغوى په خپل سر د برېښنا د صندوقونو د قفلونو په ماتولو سره بېرته خپله برېښنا نښلولې ده.

پر دغه مکتوب کې چې والي محمدعمر شېرزاد لاسليک کړى، پر محمد اقبال او عبدالقادر سربېره د فراه ښار د يوه هټۍ وال اسدالله نوم هم ور زيات شوى او له امنیې قوماندانۍ غوښتل شوي، چې دغه کسان جلب او د پوښتنو او مجازات لپاره يې اړوند ارګانونو ته وسپاري.

نظامي په دې اړه، چې ولې يې له ګڼ شمېر هغو کسانو څخه چې د برېښنا د لګښت پيسې يې نه دې تحويل کړې او يا يې برېښنا غلا کړې، د يادو دريو تنو نومونه ياد کړي، وايي چې دوى لومړى ځکه دغه درې تنه معرفي کړي، تر څو وګوري چې پوليس په دې اړه همکاري کوي او که نه.

د ده په وينا، امنيې قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه اقدام نه دى کړى او که همکاري وکړي نو د ټولو پوروړو نوملړ د امنيې قوماندانۍ په واک کې ورکړي، تر څو په اړه يې قانوني چلند وشي.

 له عبدالقادر او اسدالله سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د فراه ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی محمداقبال وايي: “زه د جلال اباد پوهنتون کې د شرعیاتو د درېیم کال محصل یم او مسافر یم… تېره شپه کور ته ورسېدم. دلته له حالاتو نه یم خبر، ضرور معلومات کوم که د فراه د برېښنا ادارې پیسې پر موږ وي، هرو مرو به يې ورکوو.”

د فراه د برېښنا د پوروړو نوملړ ښيي، چې محمداقبال ٢١٩١٠ افغانۍ پوروړى دى.

د فراه د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال دل جان خاکرېزي وايي چې د فراه برېښنا امریت د مکتوب له مخې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امريت ته امر شوى، چې په اړه يې اقدام وکړي.

د يادې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدير نجيب الله وايي، چې ياد شوى مکتوب د غويي په ٢١مه دوى ته رسېدلى دى.

 هغه زياتوي: “تېره ورځ (د غويي ٢١مه) زه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر عملیاتو کې بوخت وم او اوس چې دفتر ته راورسېدم، لومړی مې خپلو مسوولو کارکوونکو ته دنده ورکړه چې ژر تر ژره یاد کسان ونیسی.”

نظامي په دې اړه چې د برېښنا امريت ولې مخکې د يادې ستونزې په اړه د امنيتي ارګانونو له لارې اقدام نه دى کړى، وايي چې دى شپږ مياشتې مخکې پر دې دنده مقرر شوى او د تقرر له ورځې يې په دې اړه هڅې پيل کړې دي.

هغه وايي، چې کېداى شي شپږ مياشتې مخکې، د دغه امريت په اداره کې د ضعف له امله په دې اړه اقدام نه وي شوى.

خو د فراه برېښنا ادارې مخکنې امر انجنیر میرحاتم جهاني د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وايي، چې د يادې ستونزې له يو کال څخه تر يو نيم کال کېږي او ده هم هغه مهال چې د دې ادارې د امر په توګه يې دنده لرله، د هغو کسانو برېښنا پرې کوله چې پيسې يې نه تحويلولې، خو بېرته به يې وصل کوله.