ژبه

کابل پوليسو غلا شوې پيسې او سره زر بېرته خاوند ته وسپارل

سنگريار

۲۶ غویی ۱۳۹۳ - ۱۶:۵۳

۲۵۰ کتنې

کابل (پژواک٢٦غويى٩٣): د کابل پوليس وايي، يو کس يې د غلا په تور نيولى چې درې ورځې وړاندې يې په کابل کې د خپل ګاونډي له کور څخه نغدې پيسې او سره زر غلا کړي وو.

د کابل د دريمې امنيتي حوزې امر عبدالغفار خاکسار جمعې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه غله له خپل بل ملګري سره د تېرې سه شنبې په ورځ د کارته مامورين سيمه کې د حفيظ الله په نوم د يوه کس پر کور ورغلي وو.

خاکسار وايي چې د کور خاوند او د کورنۍ نور غړي يې د غلو د ورتګ پرمهال په کور کې نه وو، خو سمدلاسه يې د غلا په اړه د پوليسو درېيمې امنيتي حوزې ته خبر ورکړ.

خاکسار وايي چې له پيښې اوه ساعته وروسته پوليسو د حفيظ الله يو ګاونډۍ د غلا په تور نيولى چې په خپل جرم يې اعتراف کړي او پوليس د بل غله د نيولو په لټه کې دى.

د درېيمې امنيتي حوزې مشر وايي چې له نيول شوي کس څخه يې غلا کړې پنځه زره يورو، دوه زره ډالر او له سلو ګرامو زيات سره زر بېرته ترلاسه کړي او د کور خاوند ته يې سپارلي دي.

د غلا شوي کور خاوند حفيظ خان له پوليسو مننه وکړه چې په بېړني اقدام سره يې غله ونيول او دده مال يې هم بېرته وروسپاره.

نوموړي د دې ترڅنګ چې د پوليسو څخه يې خوښي څرګندوله وويل: “د تيرې سه شنبې په شپه مونږ ټول فاميل په هوټل کې د خپلې لور د کوژدې په مراسمو کې مصروف وو، چې د ګاونډي کور دوه هلکان زما په کور اوختي وو، دروازې او کړکۍ يې ماتې کړې وې او ټولې نغدې پيسې او سره زر يې غلا کړي وو.”

همداراز د دريمې امنيتي حوزې جنايي مدير سمونمل زرګل هلمندوال وويل، چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې دا دريمه پيښه ده، چې د پوليسو له خوا ترکنترول لاندې راوستل کيږي او مجرمين يې د قانون منګلو ته سپارل کيږي.