منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ښځو په سياسي بهير کې د مساوي ونډې غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): د سياسي مشارکت لپاره د ولسي جرګې د ښځينه غړو ډلې د خپل موجوديت د اعلان په لومړۍ ورځ له راتلونکي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې ښځو ته په سياسي بهير کې مساوي ونډه ورکړي.

د يادې ډلې مشرې او په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزيې کوفي خبريالانو ته وويل، چې د دې ډلې د جوړېدو اساسي موخه په سياسي بهير کې ښځو ته برابره ونډه ورکول دي.

هغې وويل، چې د روان او تېرو حکومتونو په قضايه قوه کې ښځو ته لږ ونډه ورکړل شوې وه او د ښځو دغه ډله غوښتنه کوي، چې د سترې محکمې د عالي شورا د غړو لږ تر لږه يوه يې ښځه وي.

کوفي وايي، چې راتلونکى حکومت بايد په دولتي ادارو کې د جندر په مراعاتولو سره ښځې پر دندو وګوماري او د ښځو د کاري ظرفيت د لوړولو لپاره ځانګړي بنسټونه جوړ کړي.

د دې په وينا، راتلونکى حکومت بايد د بشري حقونو سرغړوونکو ته او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي، چې د ښځو حقونه نقضوي.

هغې دا هم وويل، چې نوى حکومت بايد سوداګرو ښځو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون بايد تصويب او پلى شي.

تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون ولسي جرګې ته د تصويب په موخه وړاندې شو، خو د جرګې د غړو ترڅنګ د مدني ټولنو غړو او ځينو ديني عالمانو پرې نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د يادې طرحې ځينې مادې د اسلام له دين او افغاني عنعناتو سره په ټکر کې دي او بايد تصويب نه شي.

ياده طرحه تر اوسه په ولسي جرګه کې بې برخليکه پاتې ده.

په نننۍ غونډه کې کوفي دا هم وويل، چې د دې ډلې ياد وړانديزونه د ولسمشرۍ له دوو مخکښو کانديدانو سره شريکوي او په اړه يې د هغوى ژمنې اخلي.

هغې زياته کړه: ((که چېرې دوى موږ ته اوس هو ووايي او بيا چې کله ولسمشر شو او خپلې ژمنې پلې نه کړي، نو له موږ سره مدني لارې شته، چې بيا خپل ملاتړ ترې بېرته واخلو.))

د کوفي د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په دې ډله کې يواځې د ولسي جرګې ٢٥ښځينه غړې شاملې دي، خو هغه ښځې او سړي کولاى شي چې د دې ډلې غړيتوب ترلاسه کړي، چې په سياسي بهير کې د ښځو فعاله ونډه غواړي.